د لوګر محمدآغه کې د څلور میلیونه افغانۍ په لګښت د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۹:۵۴
د لوګر محمدآغه کې د څلور میلیونه افغانۍ په لګښت د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې

د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سولې بنسټ مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د محمدآغې ولسوالی د سفید سنګ په کلي کې د شاه کند کانال د رغونې چارې پیل شوي دي
د یادی پروژی پرانیست غونډه کې دلوګر دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس.مولوی سیدامین هاشمي سربېره، دسیندیزې حوزې رییس ملامحمداسماعیل آخندزاده، د محمدآغې ولسوال مولوی میرهاشم حزب الله، دسولې بنسټ ولایتي مسؤولینواو دسیمې قومی مشرانو ګډون کړی وو.
دغه کانال د محمدآغې ولسوالی په سفید سنګ کلی کې موقعیت لري او د ۱۲۰۰ متره اوږدوالی درلودونکۍ دی، چې د کاري چارو له بشپړېدو وروسته به ۱۰۲ هکتاره کرنیزه ځمکه ترې خړوبه شي او د دوه میاشتو په موده به په اساسي او پاخه توګه جوړ شی.
باید وویل شي، چې ددې پروژې په جوړېدو سره به په سیمه کې د اوبو د ضایعاتو مخنیوی تر څنګ په کرنیزو محصولاتو کې زیاتوالۍ راشي.
د سیمې خلکو د یادی پروژې له پلي کېدو خوښي وښودل اوله مسؤولینو یې وغوښتل ترڅو دې ته ورته نورې پروژې دې لا هم زیاتې کړي.
ددې پروژې موخه د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي ترڅنګ د کروندګرو کروندو ته پروخت د اوبو رسول او خلکو ته د کار زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۳۰
Background image

غزني ولایت کې د ممیزخونو او زېرمتونونو د جوړېدو چارې بشپړې او مستفیدینو ته وسپارل شوې


د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د «اې.ان.آر.سي.سي» پروژې په همکارۍ په دغه ولایت کې ۳۰ باب ممیزخونې او ۲۰ باب د پیاز او کچالو د ساتنې زېرمتونونه «صفر. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۸:۱۵
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت: د زیتون د تېلو تولید ۴۰ سلنه زیات شوی

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت د زیتون تېلو د پروسس چارې د دغه شرکت د اجرائیوي رییس سید محمد نعیم محمدي په مشرۍ پیل شوې. په دغه مراسمو کې د مالي او اداري چارو رییس محمداجان راشد، د سوداګرۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۵:۳۹
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) په مالي ملاتړ،. . .

بازگشت