د لغمان کرنې ریاست کې اداري غونډه دائره شوه
۴ وری ۱۴۰۳ه.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ ریاست اداري غونډه ددې ولایت دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن په مشرۍ په داسې حال کې ترسره شوه، چې ددې ریاست امرینو او دمدیرانو سربېره خدماتي کارکوونکي هم په کې ګډون درلود.
د غونډې په پیل کې د لغمان دکرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس الحاج مولوي محمدولي محسن دغونډې برخوالوته دښه راغلاست ویلو ترڅنګ لارښوونکې وینا وکړه او زیاته یې کړه: «دغه غونډه دکرنې وزیر په شفاهي هدایت دائره شوې ده، ځانونه د پیغمبر(ص) په سیرت او صورت برابر کړئ. له مراجعینو سره ښه چلند وکړئ او کارونه یې له خنډ او ځنډ پرته ترسره کړئ او خپلې چارې په صادقانه توګه ترسره کړئ.»
ښاغلي محسن دغه راز ټولو امریتونو او مدیریتونو ته لارښوونه وکړه، چې د راتلونکي کال لپاره د ریاست اړوند عمده اړتیاوې په لیکلي بڼه کرنې وزارت ته وړاندیز کړي.
په دې غونډه کې دغه راز د کارکوونکو ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل شو او دوی ته د حل ډاډ وکړل شو.