د لغمان علیشنګ ولسوالۍ کې په ۵۵۰ بېوزله کورنیو نغدې مرستې ووېشل شوې

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۴ - ۱۹:۴۸
ننګرهار؛ د څارویو د پوستکي پړسوب او کانګو ناروغي په اړه روزنیز پروګرام په لاره واچول شوه


۱۴ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۶ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د «AHF» صندوق په مالي او د «FGA» مؤسسې په تخنیکي همکاري ددې ولایت د علیشنګ ولسوالی پر۵۵۰ بېوزله کورنیو نغدې پیسې ووېشل شوې.
د لغمان دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دې ولایت د علیشنګ ولسوالی هغو ۵۵۰ بېوزله کورنیو ته، چې د ژوند لومړني اړتیاوې یې نشو پوره کولی او هغه کورنۍ چې داخلي بې ځايه کېدنې،جنګ، کرونا او طبیعي افتونوله امله زیات زیانمن شوې ول هرې کورنۍ ته ۷۰۲۰افغانۍ چې  د 80$ ډالرو معادل کېږي د وېش لړۍ پیل شوه.
د دغو مرستو د وېش پرمهال د لغمان د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ چارواکي وویل، چې دلغمان ولسونه د نورو ولایتونو په پرتله زیات مصیبتونو متضرره کړي دي او ډېرو مرستو ته اړتیالري، دوی زیاته کړه چې د کرنې ریاست تل  د مؤسساتو دمرستو په جلبولو کې هڅه کوي چې د مرستندویو مؤسسو داسې نورې مرستې تر خلکو ورسوي، د لغمان ولسونه دفقراو اقتصادي ستونزوڅخه خلاص شي.
د یادولو وړده، چې د یادې مؤسسې له خوا 550 کورنیو ته په علیشنګ ولسوالی کې توزیع ترسره شوې وه او دایي دویم پړاو دی.
په ټوله کې د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ترڅنګ ددې ولایت په الینګار او علیشنګ ولسوالیو کې ۱۹۸۳ کورنۍ په دوو پړاوونو کې له دغو مرستو برخمن کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت