د زابل والي ددې ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې سره وکتل

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۲:۳۳

۱۷ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د زابل و والي الحاج مولوي حزب الله افغان د خپل کار په دفتر کې ددې ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېتې غړو سره په کتنه کې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار خبرې اترې وکړي.
د غونډې په پیل کې د زابل ولایت د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې رییس مولوي عطاءالله  راشد د یادې کمېټې د کړنو په اړه د زابل ولاتي ته معلومات وړاندې کړل. او ددې کمېټې پر وړاندې ستونزې او ننګونې هم د زابل والي سره شریکې کړې.
په همدې حال کې د زابل والي الحاج مولوی حزب الله افغان د یادې کمېټې د فعالیتونو او کړنو ستاینه وکړه او ویې ویل:«موږ او تاسو ټول مسوولیت لرو، چې د مشرتابه د حکم اطاعت وکړو او د ځمکې غصب مخنیوی او استرداد په برخه کې باید هلې ځلې وکړو. دټولو فرامینو، احکامو او هدایاتو په عملي کولو کي ولایتي رهبري تاسو سره پوره همکاره او په عملي ډګر کي درسره ملګري دي.»

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت