د زابل د مالدارۍ سکټور او په پار یې هڅې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۱۷:۵
د زابل د مالدارۍ سکټور او په پار یې هڅې

دهقان (بزګر) اوونیزه / نورالله پتمن
زابل د افغانستان په سوېل کې پروت یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې ۸۵ سلنه وګړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي.
د یاد ولایت د مالدارۍ سکټور یو له هغو مهمو سکټورونو څخه دی، چې له دې لارې خلکو ته خوراکي او نور اړوند توکي برابرېږي او ترڅنګ یې خلکو لپاره په ښاري او کلیوالي سیمو کې د کار زمینه هم برابرېږي، تر څو د مالدارۍ تولیدات زیات او د خوړو خوندیتوب رامینځته شي.
د زابل ولایت د مالدارۍ سکتور په ګڼو برخو کې کار کوي، چې د غواګانو، وزو، پسونو، کورنیو چرګانو، کبانو او نور اړوندې برخې ورسره تړلي دي، چې ګڼو ښځینه او نارینه وو  ته پکې کاري بوختیاوې هم برابرې شوي دي.
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د نورو اړوندو سکټورونو تر څنګ د مالدارۍ  سکټور هم د ودې او پراختیا په حال کې دی، چې په پار یې د کرنې ریاست او خصوصي سکټور له لارې یو لړ پرګرامونه او برنامې هم پلي شوي دي.
د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي د محلي او حیواني محصولاتو سره د علاقې په درلودلو سره تر ډېره خپلې اړتیاوې له دې لارې پوره کوي او هڅې کوي تر څو یادې برخې ته لا پراختیا ورکړي. حیواني محصولات د زابل د خلکو لپاره په عایداتي سرچینو بدل شوي او یو له مهمو منابعو څخه شمېرل کیږي.
د زابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په وینا دا مهال ددې ولایت مالداران ډول ډول لبني توکي لکه شېدې، مستې، کورت، کوچ، پېروی، پنیر او نور جوړه وي، او په ازاد بازار کې په بېلابېلو بیو پلورل کېږي.
د زابل ولایت د کرنې ریاست وایي، چې پدې ولایت کې د خصوصي سکټور له لارې د غواوو روزنې ۱۰ فارمونه، د چرګانو روزنې او تولید۱۲ فارمونه شتون لري او نور اړوند د څارویو روزنه تر ډېره په دودیز ډول په کلیو او بانډو کې دود دی، چې ورځ تر بلې یې د یادو فارمونو شمېر په زیاتېدو دي.
 د یادو فارمونو تر څنګ پنځه د لبني توکو د پلور او د شېدو راټولو مرکزونه او د خصوصي سکټور له لارې د مصنوعي القاح مرکز هم جوړ شوی دی، چې یاد د مصنوعي القاح سټیشن په کال کې تر ۶۰۰ شاوخوا پورې غواګانې القاح کوي، چې د خلکو په مالدارۍ یې خورا ښه اغېزه کړې ده.
دغه راز د یادو فارمونو او دودیزې مالدارۍ تر څنګ د ولایت په کچه یو مسلخ، د چرګانو، پسونو، وزو او غواګانو ۷۳ قصاب خونې، او دوه د چرګانو د غوښو وارداتي شرکتونه هم شتون لري، چې د مالدارۍ سکټور د ستونزو د راکمېدو په پار هلې ځلې کوي.
په یاد ولایت کې د چرګانو د غوښې او هګیو زیات مصرف او د خلکو لېوالتیا یادې برخې ته د سوداګرو او موسساتو لپاره دپانګونې لپاره د پام وړ زمینه هم برابره کړې ده.
بسم الله د زابل ولایت په مرکز کلات کې له تېرو شاوخوا ۱۸ کالونو راپدې خوا په مالدارۍ بوخت دی، نموړی له خپلې مالدارۍ خوښ دی او وایي، چې ورځ تر بلې یې په مالدارۍ کې زیاتوالی راځي؛ هغه دا مهال تر ۲۰۵ شاوخوا پورې پسونه او وزې لري، چې له یادې مالدارۍ څخه ګڼ لبني توکي چې شېدې، مستې، کورت او نور دي راټولوي او له دې لارې خپلې اړتیاوې او لګښتونه پوره کوي؛ هغه له حکومته غواړي چې د مالدارۍ د پراختیا په پار دې اړینې مرستې ورسره وکړي، تر څو خپل کاروبار ته پراختیا ورکړي.
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري راون کال د مالدارۍ وضعیت د ښه کېدو او لا پراخیتا په پار یو لړ برنامې هم پلي شوي دي، چې له هغې ډلې یې د کانګو تبې د کنټرول برنامه چې د حیواني روغتیا تر چتر لاندې د زابل ولایت د ۱۲ حیواني کلینیکونو له لارې پلي شوه، چې د کنو ضد درمل، دواپاشي پمپونه او نور اړوند وسایل ۱۰۵۹ مالدارنو ته ۱۸۰۰ طویلې( غواجلې)، ۲۳۰۴ غواګانو، زرګونه پسونو او وزو ته د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په پار دوا پاشي شوي او ۷۵ زره ۱۱۸ پسونو او وزو ته د «PPR» او زرګونو پسونو، وزو او خوسکیانو ته د بروسلوز واکسینونو ورکړه هغه څه دي، چې د کرنې ریاست له لوري ترسره شوي دي، تر څو له یوې خوا د مالدارانو اقتصادې ستونزې راکمې، کورني محصولات ډېر، د مالدارۍ سکټور ته پراختیا او په کور دننه د حیواني محصولاتو او لبني تولیداتو کچه نوره هم لوړه کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۵:۲۰
Background image

کندهار کې سږ کال د غنمو په کرکېله او حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
کندهار کې د نورو کلونو په پرتله سږکال د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، چې کروندګر یې راتلونکو کلونو کې د غنمو کښت ته هیله‌مند. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۹:۲۵
Background image

د کرنې وزارت اداري رییس فاریاب ولایت ته د خالصه جایدادونو او عایداتي سرچینو د ارزونې په موخه سفر وکړ

۲۵ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اداري رییس قاري محمد اکبر امیني، د خالصه جایدادونو د تثبیت او د یاد وزارت اړوند سړو خونو د اجاره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۶:۲
Background image

کندهار کې هره ورځ شاوخوا ۸۰۰ سوه ټنه د چرګانو دانه توليدېږي

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۷ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دغه ولایت کې اوس‌مهال د چرګانو د دانې تولید نهه کارخونې فعالیت لري، چې په مرسته. . .

بازگشت