د خوست ګربزو ولسوالی کې د څارویو کلینیکونه وڅارل شول

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۲:۳۵
د خوست ګربزو ولسوالی کې د څارویو کلینیکونه وڅارل شول

۱۴ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۲ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا ددې ولایت د ګربزو ولسوالی حیواني کلینیکونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې ددغو کلینیکونو چارواکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو له نسخې پرته د درملو پلورلو څخه ډډه وکړي، ددې ترڅنګ د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو د جوازونو څارل شامل دي.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه داده ترڅو د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو د پلور مخه ونیول شي، مالدارانو ته نسخې ورکولو،  په خپل سر ددرمل پلورنځیو پرانستلو او د غير قانونې درملو مخنيوی وشي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت