د خوست کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۵ - ۱۵:۲۶
د خوست کرنې ریاست کې سکټوري غونډه دائره شوه

۲۵ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولايت دکرنې ریاست سره د همکارو بنسټونو، مؤسسو او نهادونو سره سکټوري غونډه کې، پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
د غونډې په پيل کې د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمدزمان عمري دتېر سکټوري غونډې د ورسپارل شویو اجرااتو لنډه کتنه وکړه، ورپسې دسکټوري غونډې د جوړولو پر اهمیت او هم دسکټوري غونډې پر بناُ د اړوند اداراتو او موسسا تو ترمنځ د ښې همغږۍ په جوړولو خبرې وکړې او زیاته یې کړه: «تاسو دغه مظلوم ولس لپاره دکرنې او مالدارۍ په برخو کې غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي دي، چې موږ له تاسو مننه کوو، زموږ دکار موخه باید د خلکو خدمت او د خدای رضا وي او ټول باید په همدې موخه کار وکړو.»
 ښاغلی عمري د غونډې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، چې داسې پروژې پلي کړی، چې ولس ته یې بنیادي ګټه ورسېږي ترڅو  ولس ته د زیات وخت لپاره مصروفیت پیدا شي.
مولوي محمد زمان عمري د کرنې او مالدارۍ په برخه کې له فعالو مؤسسو د بڼونو، کانالونه او سربندونه رغول او ترڅنګ یې دنیالګیو پیوند کول او  نورو مثمرو پروژو  غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې د مؤسسو استازو په خپل وارسره دکرنې،مالدارې، ځنګلونو او څړځايونو په برخه کې د خپلو فعالیتونو راپور او خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

بازگشت