د خوست قلندر کې پر ۵۰۰ بزګرانو د کورنیو باغچو اړونده توکي وېشل کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۱۰:۳۸
د خوست قلندر کې پر ۵۰۰ بزګرانو د کورنیو باغچو اړونده توکي وېشل کېږي

۹ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د قلندر په ولسوالی کې پر ۵۰۰ بزګرانو د کورنیو باغچو اړونده توکي وېشل کېږي.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې پروژې په لړ کې پر ۳۹۹ بزګرانو د کورنیو باغچو توکي وېشل شوي دي، او پر پاتې ۱۰۱ نور بزګرانو به به نږدې راتلونکې کې ووېشل شي.
د خوست ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د دغو توکو له وېشلو څخه موخه، د غیرموسمي سبو کښت او تولید دي چې، په عملي کېدو سره یې بېوزله بزګرانو ته د کار زمینه برابره او د دوی د کورنیو د اقتصادي ودې لامل شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت