د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالیو کې پر ۲۰۰ مستحقو بزګرانو دغنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۳۷
د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالیو کې پر ۲۰۰ مستحقو بزګرانو دغنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو د ودې او حاصلاتو د زیاتوالي په موخه، د صبریو او یعقوبیو ولسوالیو ۲۰۰ مستحقو بزګرانو ته لس ټنه دغنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل.
د دغه وېش چارې د صبریو او یعقوبیو ولسوالیو د کرنیزو چارو عمومي مدیریت له‌خوا تر سره شوې، او یاد اصلاح شوي تخمونه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا منظور شوي دي.
د خوست کرنې ریاست هڅه کوي، چې د اصلاح شویو تخمونو وېش سره به عصري کرنه ترویج، د بزګرانو د تولیدي وړتیا لوړه او د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي په موخه عملي کوي او همدارنګه یاد پروګرام به د بزګرانو د هڅونې ترڅنګ، د خوست ولایت د کرنیزو محصولاتو په پراختیا او ځان‌بساینې کې مهم رول ولوبوي.


در ولسوالی‌های صبری و یعقوبی ولایت خوست برای ۲۰۰ تن از دهقانان مستحق تخم‌های اصلاح‌شده گندم توزیع شد
۲۰ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمادی‌الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست به منظور توسعه فعالیت‌های زراعتی و افزایش حاصلات، برای ۲۰۰ تن از دهقانان مستحق در ولسوالی‌های صبری و یعقوبی ده تُن تخم اصلاح‌شده گندم توزیع کرد.
این روند از سوی مدیریت عمومی امور زراعتی ولسوالی‌های صبری و یعقوبی اجرا گردید و تخم‌های اصلاح‌شده یادشده از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری منظور شده‌اند.
ریاست زراعت ولایت خوست می‌گوید که با توزیع این تخم‌های اصلاح‌شده، زراعت عصری در سطح ولایت ترویج یافته، ظرفیت تولیدی دهقانان افزایش می‌یابد و زمینه بلند رفتن میزان حاصلات زراعتی فراهم می‌گردد. همچنان، این برنامه در کنار تشویق دهقانان، در گسترش محصولات زراعتی و خودکفایی ولایت خوست نقش مهمی خواهد داشت.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۳:۷
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت کې ۱۰۰ زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوه

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت له لوري د مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا په موخه، د ننګرهار د کرنې او وټرنرۍ تخنیکي او مسلکي انستیتیوت د ۱۳. . .

بازگشت