د خوست دکرنې رییس د اړیکو دفتر برنامې چارواکو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۱۱:۱۸
د خوست دکرنې رییس د اړیکو دفتر برنامې چارواکو سره وکتل

۱۸ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه‍.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد زمان عمري د اړیکو دفتر برنامې چارواکو سره په لیدنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ددې لیدنې په ترڅ کې د اړیکو دفتر چارواکو د خپلو تېرو پروژو او راتلونکو فعالیتونو په هکله د خوست دکرنې رییس ته معلومات وړاندې کړل دوی وویل، چې په نږدې راتلونکي کې به خوست کې د کرنې اړوند دطبیعي سر چینو په برخه کې یو شمېر پروژې پلي کړي.
په ورته وخت کې خوست دکرنې رییس مولوی محمد زمان عمري دوی سره د چارو د ښه تنظيم او پروژو د موثر تطبيق په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او له دوی یې وغوښتل، چې خپلې پروژې او کړنې  د کرنې رياست او اړوند امریتو نو سره په همغږۍ سرته ورسوي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د غزني اسفندې صنعتي پارک لپاره ۱۱۰۰ جریبه ځمکه وسپارل شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت د اسفندې صنعتي پارک سیمه، چې شاوخوا (۱۱۰۰٫۳۳) جریبه ځمکه په بر کې نیسي، د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د حکم پر بنسټ د صنعتي پارک د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

بازگشت