د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د غنمو پر بېلابېلو ډولونو څېړنې روانې دي
د خوست ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو څېړنو مدیرت فني او مسلکي کارمندانو لخوا د جوارسل څېړنیز فارم کې د مورنيو او هستوي تخمونو او تجاربو سیټونو تطبیق باندې تحقیق او څیړنې روانې دي.
په یادو څېړنو کې چې ډول ډول تجربې پکې شاملې دي، د غنمو داصلاح، اګرانومي او نباتي ناروغیوسیټونه شامل دي، چې د پلان له مخې به هستوي او مورني تخمونه ورڅخه په لاس راوړل شي.
په یادو څېړنو کې د غنمو نبات باندې دنباتاتو داصلاح په برخه کې تجربې ترسره کېږي او ترڅنګ یې د اګرانومۍ تجربه چې داوبو تاثیر دغنمو په حاصلاتو باندې ارزول کېږي هم شاملې دي.
د یادو څېړنیزو قطعاتو او هستوي مورني تخمونو دکرنې او روزنې ټول مراحل د فني او مسلکي کارمندانو لخوا ترسره کېږي.
د خوست د کرنې اداره پلان لري، چې خوست کې د بېلابېلو نباتاتو، حبوباتو، سبو او مېوو د تخمونو د اصلاح، ترویج او تکثیر په برخه کې د خپلو مسلکي کارمندانو په مټ کار وکړي ترڅو له مخې یې د ځمکوالو حاصلات لوړ او د قناعت وړ عاید ترې ترلاسه شي.