د خوست باک ولسوالی کې د زیتونو بڼونه جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۴
د خوست باک ولسوالی کې د زیتونو بڼونه جوړېږي

د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ د خوست ولایت د باک ولسوالی په «سپیرکي، توکاک او کوټکی» کلیو کې د زیتونو نیالګیو کېنولو لړۍ پیل شوه، چې په ترڅ کې به یې ۱۵ زره د زیتونو نیالګي کېنول شي.
د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره دغه نیالګي د باک ولسوالی د یادو کلیو شوراګانو ته ورکړل شوي، چې د زیتونو د تخریب شويو سیمو د بیارغونې ترڅنګ به د زیتونو نوي بڼونه هم جوړ شي.
خوست دهېواد د هغو ولایتونو په ډله کې دی، چې د زیتونو حاصلات لري او هر کال د دې مېوې د حاصلاتو زیاتوالی په پار هلې ځلې کېږي.د زيتونو تيل نه يوازې د خوراک لپاره مهم دي، بلکې په طبي، درملو، او ښکلايي محصولاتو کې هم کارول کېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۷:۲۹
Background image

خوست کې د څارویو لپاره د وینه‌بهېدونکې تبې او چینجیو پر وړاندې د وقایوي کمپاین څارنه وشوه


۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ آمریت آمر ډاکټر انعام الله جاوید د یاد ریاست له ځینو مدیرانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیا کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین څخه څارنه ترسره شوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت کارکوونکو له لوری د یاد ولایت د مرکز ګردیز او څمکنیو ولسوالۍ کې د کانګو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۰:۹
Background image

هلمند کې د څارویو سټراګانو پلورنځیو څارنه وشوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۶ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت کارکوونکو د هلمند ولایت په مرکزي سیمه کې هغه. . .

بازگشت