د تصدیق شویو نیالګیو د زیاتوالي او تولید په پار د تخنیکي پلاوی غونډه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۳:۳۸
د تصدیق شویو نیالګیو د زیاتوالي او تولید په پار د تخنیکي پلاوی غونډه

۴ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د تصدیق شویو نیالګیو د زیاتوالي او تولید د تخنیکي پلاویغونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ په مرستیالۍ کې د کرنیزو څېړنو لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه په مشرۍ دائره شوه.
په دې غونډه کې د ځنګلوالۍ، څېړنې، غلو دانو، کرنیزو تخمونو، بڼوالۍ او خاورې پېژندنې د ریاستونو کارپوهانو حضور درلود او د تصدیق شویو مېوه لرونکو او بې مېوې نیالګیو د تولید د زیاتوالي په اړه یې خبرې وکړې او خپل نظرونه یې شریک کړل.
د دغه رياست مسلکي کارکوونکو د لوړ کيفيت، له ناروغيو څخه پاک، اقتصادي، زينتي نيالګيو د توليد او د نيالګيو د ښه کښت، د سرو ورکولو او د خوړوبولو په اړه خپل نظرونه شريک کړل او د پلي کېدو غوښتنه يې وکړه.

نشست هیئت تخنیکی جهت افزایش و تولید نهال‌های تصدیق شده
۴ حمل ۱۴۰۳ هـ.ش
نشست هیئت تخنیکی جهت افزایش و تولید  نهال‌های تصدیق شده در معینت زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تحت سرپرسی مولوی نصرتالله ‌طلحه رئیس عمومی انستیتوت تحقیقات زراعتی دایر گردید.
در این نشست که متخصصان از ریاست‌های جنگلات، تحقیقات، غله‌جات، تخم‌های بذری، باغداری و خاک‌شناسی حضور داشتند پیرامون افزایش تولید نهال‌های مثمر و غیر مثمر تصدیق شده صحبت نموده نظریات خویش را شریک ساختند.
کارمندان مسلکی این بخش در مورد تولید نهال باکیفیت، بدون مرض، اقتصادی، زینتی و پرورش نهال بصورت بهتر، استفاده از کود و آب‌دهی نظریات  خویش را شریک ساخته و خواستار تطبیق آن شدند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان د ځان بسیاینې لپاره د زرغون انقلاب لومړنۍ نړۍواله کنفرانس په کندهار کې پیل شو

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کابل پوهنتون لخوا د کندهار ولایت د اناستو په پوهنتون کې د «افغانستان د ځان بسیاینې لپاره زرغون انقلاب» تر سرلیک لاندې لومړنۍ نړۍواله. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۱۹
Background image

د کرنې وزارت د پلان لوی رییس د اروپايي ټولنې له اقتصادي رییس سره وکتل

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او د پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالغفور په مشرۍ تخنیکي غونډه د اروپايي ټولنې له اقتصادي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۴:۱۴
Background image

کندهار کې لسګونو کسانو ته د لبنیاتو او مېوو د پروسس په برخه کې روزنه ورکړل شوه  

۵ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
په کندهار کې د لبنیاتو، تازه مېوو او سبزیجاتو د پروسس په موخه څلور ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو. دا پروګرام د کندهار کرنې، اوبو لګولو او. . .

بازگشت