د بیرې ځنګل د پراختیا په پار هلې ځلې

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۰ - ۹:۹
د بیرې ځنګل د پراختیا په پار هلې ځلې

د ننګرهار دکانال ریاست وایي، چې د یاد ریاست اړوند په څلورم فارم کې به ۶۰۰۰ د بېرې بوټي وکرل شي او د شاتو مچیو روزلو ته به لا زیات کاروشي. په دغه فارم کې اوسمهال څه د پاڅه درې زره د بېرې ونې کرل شوي او مېوه يې هم نېولې.
د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وايي: «د ننګرهار کانال په دویم او څلورم فارمونو کې څه د پاڅه ۲۱ زره د بېرې بوټي کرل شوي، او له ښه مرغه ننګرهارکانال ریاست پلان لري، چې څلورګونو فارمونو کې لا زیاتې د بېرې ونې وکري.» 
بېرې ونو د کر له برکته به د شاتو مچیو روزلو ته لا زیات پام وشي او ورسره به د مچیو روزونکو ستونزې به ترډېره بریده ختمې شي.
 د بېرې ونې شهد ( عسل ) په نړۍ کې زیات شهرت او مینه وال لري .
د بېرې میوه صحي او خوندوره ده، ونې يې تل شنې وي، کلنۍ وده یې نسبت و نورو ونو ته څو چنده زیاته ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت