د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی په پار هڅې؛ یوشمېر ولایتونو کې د غصب مخه ونیول شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۲ - ۱۱:۴۶
ddddd

د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی د هلو ځلو په دوام د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د سګلونه جریبه امارتي ځمکې د غصب مخه نیول شوې ده. 
د دغو هلو ځلو په ترڅ کې دکندهار، هلمند، زابل او پکتیا ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې امارتي ځمکې له غصبه خلاصې شوي دي. د چارواکو په خبره غاصبینو غوښتل چې امارتي ملکیتونه غصب او په تجارتي بڼه یې واړوي او یاهم یاده ځمکه کرنې ته چمتو کړي، چې پر وخت یې د غصب مخنیوی شوی دی.
ددغو ځمکو دغصب مخنیوي کې، د یادو ولایتونو امنیه قوماندانۍ، اړونده حوزې او دکرنې چارواکو برخه اخیستې وه، چې د ګڼو اشخاصو او افرادو لخوا تازه جوړېدونکي ودانۍ ړنګ او په سیمه کې د هر ډول خپلسرو تصرفاتو مخه ونیول شوه.
د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی او د هېواد په کچه ټول غصب شوې ځمکې د چارواکو له تایید او حکم وروسته بېرته راګرځول کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت