دکرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست لخوا د ننګرهار په روداتو کې د کورونو د سروې پيل
۷ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۱۵ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت رياست لخوا ننګرهار ولایت کې د امارتي استرداد شويو ځمکو کې د کورونو د سروې چارې پیل شوې.
ننګرهار ولایت کې د ۸۷ زره جريبه استرداد شوې ځمکې څخه یوه هم د روداتو ولسوالی د تور راغه د روغاني کلي کې پرته ده چې د سروې چارې يې د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست د کارکوونکو لخوا پيل شوې او وروسته له هغه به یاده ځمکه د عامه ګټو او خلکو ته د هغې نه د ښې استفاده په موخه وکارول شي.
د يادونې ده، چې د کورونو د سروې او ارزونې څخه وروسته دغه امارتي جايدادونه خپلو مستحقينو ته په اجاره ورکول کېږي.