دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال دخوست دکرنې رياست له چارواکو سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۹ - ۱۴:۴۸
معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با مسوولان زراعت خوست دیدار کرد


۹ ليندۍ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال مولوی شمس‌الدین شریعتي، دخوست ولايت دکرنې رياست له کارکوونکو سره په ليدنه کې د بڼوالۍ پر ترويج ټينګار وکړ.
 په دې ليدنه کې،  ښاغلی شريعتي د خوست دکرنې رياست چارواکو ته په خطاب کې وويل: "افغانستان ډېرو مالټو ته اړتيا لري، دې ته په کتو له تاسو دوې غوښتنې لرم: لومړی، بڼوالۍ ډېر ترويج کړئ او مالټې ته لومړيتوب ورکړئ، ځکه خوست د هغو ګوتو په شمېر ولايتونو څخه دی،  چې د مالټې بڼونو جوړولو په پار مناسب اقليم لري. دويم، د مصنوعي بڼونو جوړولو په پار کار وکړئ."
هغه د مصنوعي بڼونو په هکله وويل،  چې ددې ولايت له پاره چهارمغز او جلغوزې غوره دي.
دکرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال زياته کړه،  چې د بڼونو جوړول د هېواد د ښکلا او سمسورتيا ترڅنګ، د خلکو د اقتصادي پياوړتيا، کارموندنې او چاپېريال ساتنې په برخه کې اساسي ونډه لري.
 په دې ليدنه کې،  د خوست دکرنې رياست کارکوونکو په تېرو کلونو کې د ليمو بڼونو احداث ته په اشارې وويل،  چې په تېرو درې کالو کې،  دوی د جلغوزې او چهارمغزو څه باندې يومېليون نيالګي توليد او وېش ته چمتو کړي دي، چې د سلواغې په مياشت کې  وېشل کېږي.
هغوی زياته کړه،  چې دا نيالګي د ځنګلونو د بيارغونې په پار په ۲۷هکټاره ځمکه کې کېنول کېږي.
ديادونې وړ ده،  چې خوست ددې مېوې د توليد له پاره مناسبه اوبه او هوا لري.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

د لغمان دوو ولسوالیو کې د څارویو د طبق ناروغۍ د درملنې او د کانګو ناروغۍ د مخنیوی کمپاین پیل شو

۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
دلغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد په داسې حال کې، چې د هالینډ کمیټې ولایتي مسؤل ډاکټرمحمدبیدار سیرت او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۲۰
Background image

د بلخ چهاربولک ولسوالی کې یوشمېر بڼوالو سره د کرنیزو توکو مرسته وشوه

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د پاملرنې مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د چهاربولک ولسوالی ۱۰۴بڼوالو سره دکرنیزو توکو او درملو مرسته ترسره شوه.
ددغو مرستو په ترڅ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۰:۱۷
Background image

د کندهار پنجوايي ولسوالی کې بزګرانو او مالدارانو ته د سپما او خپلمنځي ملاتړ روزنیز پروګرام پیل شو

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د اسلامي هوساینې مؤسسې (آی. آر) په مالي ملاتړ او د پنجوايي ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې، د یادې. . .

بازگشت