دکرنې وزارت د اداري ریاست سرپرست د شکردرې مسلخ څخه لیدنه وکړه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۱ - ۱۷:۱۲
سرپرست ریاست اداری وزارت زراعت از مسلخ شکر دره بازدید کرد


۲۱ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۵ صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اداري ریاست سرپرست قاري محمد اکبر امیني او د یاد ریاست آمرینو د کابل په ولایت کې د شکردرې مسلخ څخه لیدنه وکړه. 
ددې لیدنې په ترڅ کې د یادمسلخ کارکوونکو د دوی ستونزو ته د رسېدنې ترڅنګ ددې مسلخ د اړتیاوو پوره کولو غوښتونکي شول. د یاد مسلخ ساتونکو د برېښنا او اوبه کمښت خپل جدي ستونزې وبلل او یادو ستونزو ته د رسېدنې په پار د جدي پاملرنې غوښتونکي شول. 
په همدې حال کې د کرنې وزارت د اداري ریاست سرپرست له دوی سره ژمنه وکړه، چې هلې ځلې کوي، ترڅو ددې مسلخ ستونزو ته رسېدنه ووشي.
ددې لیدنې په ترڅ کې د اداري ریاست د تاسیساتو آمر نجیب الله اکرمي او د تخنیک او ټراسپورټ آمر حافظ خلیل الله د قاري محمداکبر ملتیا کوله.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت