دکرنې سرپرست وزير د بادام باغ څېړنيز فاره څخه ليدنه وکړه

user-admin
جمعه ۱۴۰۱/۶/۱۱ - ۱۶:۲۳
دکرنې سرپرست وزير د بادام باغ څېړنيز فاره څخه ليدنه وکړه


۱۱ وږی ۱۴۰۱ه‍.ش
۵ صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزير 
مولوی عطاءالله‌عمري د بادام باغ څېړنيز فارم څخه د ليدنې په ترڅ کې د ياد فارم د چارواکو د فعاليتونو راپور واورېدل.
په دې ليدنه کې، د کرنې وزارت د دفتر رييس ملاحسن خورشید، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رييس مولوی مصباح‌الدین مستعین او دکرنې وزارت د څېړنو لوی رييس مولوی طلحه د ښاغلي عمري ملتيا کوله.
د څېړنو لوی رييس ددې فارم د فعاليتونو په هکله وويل:"په بادام باغ کې ډول ډول د مېوو ونې کښت او پالل کېږي، دا چاره د ترويج او پر ونو د څیړنو په پار ترسره کېږي ترڅو په ولايتونو کې ترويج شي،
په دې فارم کې ځمکني توتان، ناک، انگور، مڼه، بادام، انار، زعفران او نورې مېوې او سابه کرل او پالل کېږي".
د ياد فارم د چارواکو له خوا د وړاندې شوي راپور تر اورېدو وروسته؛ دکرنې وزارت سرپرست ددې فارم د چارواکو او کارکوونکو د کړنو ستاينه او قدرداني وکړه او ددې فارم او دکرنيزو محصولاتو د نندارتون له بېلابېلو سيمو څخه ليدنه وکړه. ښاغلی عمري ددې فارم د خونديتوب او ساتنې په پار اړوندو چارواکو ته لازمې سپارښتنې هم وکړې.
د بادام باغ څېړنيز فارم د هېواد په کچه له سترو څېړنيزو فارمونو څخه دی، چې د ترويج په پار پکې ډول ډول ونې کښت او پالل کېږي. 
دغه راز هرکال په دې فارم کې، ملي کرنيز نندارتونونه هم دائرېږي، چې له ۳۴ ولايتونو څخه په کې د بڼوالۍ او کرنيز محصولات نندارې ته وړاندې کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار ته د پاکستاني وریجو د قاچاق مخه ونیول شوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین چارواکي وایي، چې د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کي زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندي، د کوهکران څېړنیز فارم مسلکي انجنیرانو له لوري د میوند ولسوالی کرنیز انسټیټوټ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۶:۴
Background image

د ننګرهار هډې فارم کې د خرما بڼونو چټکه پراختیا؛ د کرنیزو تولیداتو او اقتصاد د پیاوړتیا نوې هیلې

۱۷ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۹ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت چارواکي وایي، چې د هډې فارم په سیمه کې د خرما بڼونو د پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې موخه یې د. . .

بازگشت