دهلمند ولایت بولان څېړنیز فارم کې ګڼې کرنیزې چارې روانې دي 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۱:۲
دهلمند ولایت بولان څېړنیز فارم کې ګڼې کرنیزې چارې روانې دي 

۶ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند بولان څېړنیز فارم کې د رغونې ترڅنګ ګڼې کرنیزې چارې بشپړ او ځینې هم روانې دي.
د یاد فارم په اړونده ځمکه کې په نږدې ۲۶ جریبه ځمکه کې د میوه لرونکو بڼوڼو  شاخبري ، تاکبري ، د حشرو او ناروغیو له منځه وړلو درمل کارول ، کرنې ته د ځمکې چمتو کول ، د څارویو او کیمیاوي سرو کارول، او همدارنګه دانارو ۲۳ ډولونو انتقال او کرل چې د ننداریز بڼ جوړولو په موخه یې د اړتیا وړ نیالګي له کندهار ولایت څخه هلمند ته راوړل شوي دي ، یادې ټولې چارې د مسلکي کارکوونکو پر مټ ترسره کېږي.
همدارنګه په نوموړي څېړنیز فارم کې د غنمو دتجربو او مورنیو تخمونو د اوبو لګونې  ، د لازمو معلوماتي ارقامو راټولونې او ثبت ، د اضافي وښو له منځه وړنې او یوریا سرې کارونې چارې جریان لري.
ددې ترڅنګ د یاد فارم  عمومی سړک چې ۱۴۷۶ متره اوږدوالی او ۴ متره بر لري په مسلکي ډول یې د رغولو چارې دوام لري.
د یادولو وړ ده، چې دا مهال د بولان څېړنیز فارم کې ګڼې تجربې د مسلکي کارکوونکو لخوا تر څېړنو لاندې دي، چې پر وخت به یې ټولې چارې تر سره کړل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت