دهلمند مرکز لښکرګاه د نیالګیو روزلو قوریه کې دکمپوست جوړولو چارې پیل شوې
۲۳ مرغومې ۱۴۰۲ه.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۵ ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د طبیعي سرچینو آمریت لخوا، د بولان د نیالګیو روزلو قوریه کې د حيواني سرې څخه دخاورې قوي کولو په موخه د کمپوست جوړولو لړۍ پیل شوې ده.
کمپوسټ یوه عضوي سره ده، چې په مصنوعي توګه د نباتي او حیواني بقایاوو له پاتې شونو څخه په ترکیبي ډول تر لاسه کېږي او بیا په کروندو کې د نباتاتو، ونو او بوټو د تقویه کولو په موخه کارولکېږي.
د هلمند د کرنې ریاست هڅه کوي ترڅو د نیالګیو روزلو قوریه کې د بڼوالو لپاره باکیفیته اصلاح شوي نیالګي وروزي او بیا یې د کرنې په موخه د ځمکوالو په واک کې ورکړي.