دننګرهار کانال شرکت ۱۱۰ جریبه شاړه ځمکه کرکېلې ته چمتو شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۳:۳۶

۲۹ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
 د ننګرهار دکانال شرکت چارواکي وايي، چې د یاد ریاست اړوند هډې فارم لومړی بلاک کې له شپږو لسیزو وروسته ۱۱۰ جریبه ځمکه کرکیلې ته چمتو شوی دی.
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل، چې له دغو ځمکو څخه  په تېرو شپږو لسیزو کې ترې د بېلابېلو دلیلونو او ناخوالو له امله ګټه نه وه اخیستل شوی او په دښتې بدله شوی وه ابیارۍ سیستم يې خراب شوی وه، اوس پرې د خصوصي سکټور له لورې کرکېله کېږي او چارې يې روانې دي، چې ۷۵ جریبه یې دکرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو او نور یې نورو لازمو فعالیتونو ته بېله شوې ده.
ښاغلی کظیم وویل، چې په دې وروستیو کې د ننګرهار کانال اړوند ډېری شاړې ځمکې چې د لسیزو را په دې خوا پرې کرکېله نه ده شوې، کرنې چمتو او د نور کروندو ترڅنګ په کې د مېوو په ځانګړې توګه د مالټې بڼونه جوړېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۶
Background image

د کرنې وزارت څلور رییسان په نویو بستونو وګومارل شول


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څلور تنه رییسان له خپلو پخوانیو بستونو څخه تبدیل او په نویو دندو تر ګمارنې وروسته اړوندو کارکوونکو ته ور. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۱۲
Background image

د خوړو خوندیتوب اسلامي ادارې په اوومه عمومي غونډه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

 

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د افغانستان په استازیتوب د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۷:۶
Background image

د کندهار کرنې ریاست: د شاتو مچیو روزنه د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره مهم ګام دی


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوال سازمان (یوان‌اوډي‌سي). . .

بازگشت