تخار کې د مزدشت د زېرمې بڼ د احاطې دېوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۴ - ۱۳:۳۴
تخار کې د مزدشت د زېرمې بڼ د احاطې دېوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

۲۴ لیندۍ ۱۳۹۹
د تخار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د ورسج ولسوالۍ د مزدشت د زېرمې بڼ د احاطې دېوال رغنیزې چارې بشپړ کړي دي. یاد دېوال، د تخار والي له خوا رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په هغه غونډه کې، چې ددې دېوال د ګټې اخیستنې په موخه جوړه شوې وه، د تخار والي مولوي قرلق او د تخار د سیمه ییزو ادارو چارواکو، د ولایتي شورا او د پراختیایي شورګانو استازو او د تخار ولایت یوشمېر اوسیدونکو شتون درلود.
ددې دېوال رغنیزې چارې، چې دروان کال د زمري میاشتې په پنځمه نېټه د تخار د کرنې ریاست له لوري او د «تخار ګرین» ودانیز شرکت له خوا پیل شوې وه پرون رسماً پای ته ورسېد.
د مزدشت د زېرمې د بڼ پراخوالي ۱۲۹ جریبه ځمکه ده او یاد دېوال د ۴.۵ کیلو مترو په اوږدوالی رغول شوی دی، چې یاد بڼ احاطه کوي.
یاد دېوال دکرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د ۲۳میلیونه او ۸۷زره او ۳۲۸ افغانیو په لګښت رغول شوې ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۸
Background image

د ننګرهار په خوګیاڼیو کې د معیاري بڼونو د جوړولو په پار د ګیلاس نیالګیو وېش

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت ریاست د پراختیایي بودجې له لارې، د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالی کې څلور زره  اصله. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۱:۵
Background image

کندز کې د ژمني تېلو او لایم سلفر د استعمال کمپاین پیل شو

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست د پلان او د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۱۹
Background image

د روزګان دوو ولسوالیو کې پر بېوزلو کورنیو د شېدو ورکوونکو وزو وېش

۱۸ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۹ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د بېوزلو کورنیو د معیشت د پیاوړتیا او د سیمه ییز اقتصاد د ودې په موخه، د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ددې ولایت د خاص روزګان په ولسوالی. . .

بازگشت