بامیان کې د ۲۲۵.۶ میلیونه کرنیزو پورونو وېش پیل شو

user-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۳۱ - ۱۳:۲۸
توزیع ۲۲۵.۶ میلیون افغانی قرضه‌های زراعتی در ولایت بامیان آغاز شد


۳۱ غویی ۱۳۹۹
د بامیانو لایت بزګرانو لپاره د پور ورکولو پروګرام، ددې ولایت والي، سیمه ییزو چارواکو، بزګرانو او ددې ولایت د کوپراټیفونو په شتون کې پیل شو.
د بامیانو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالوهاب محمدي وویل، چې د کرنې د پراختیا صندوق له خوا ددې برنامې له لارې په ټولیزه توګه ۲۲۵.۶ میلیونه افغانۍ پور منظور شوې ده، چې ددې ولایت په کچه د ۶۶ کوپراټیفونو د غړو او د کچالو تولیدوونکو ټولنو  د یو زر او ۵۷۴ بزګرانو په واک کې ورکول کیږي، چې د تولید زیاتولو او ښه حاصل په موخه اووه زره او ۳۰۰ جریبه د کچالو کروندې د ملاتړ تر چتر لاندې راولي. 
د بامیانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس د کرنیزو پورونو د وېش موخه د کچالو د تولید زیاتوالی او ښه حاصل په کوته کړه، ترڅو بزګران په بېلابېلو کرنیزو پړاوونو کې، له دغوو پورونو په ګټې اخیستنې سره خپل کرنیز اړتیاوې پوره کړي، چې د دوی د عوایدو د زیاتوالي لامل شي.
د کرنیزو پورونو د وېش په پیل غونډه کې د بامیانو والي سید انور رحمتي، د کرنې وزارت او د کرنې د پراختیا صندوق څخه د ممني ترڅنګ یاده پروژه د کروندګرو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا او ملاتړ په برخه کې مهم او اغېزناک وبلل او وویل: «د کرنیزو تولیداتو په برخه کې زموږ د ژوند ټول شیان د بزګرانو په کار، هلوځلو، لاسته راوړنې او هنرښودنې پورې مستقیمه اړیکه لري او په ټوله کې زموږ ټولنه کرنیز اقتصاد پورې تړې ده او دا د افغانستان د حکومت او د بامیانو د سیمه ییزې ادارې له لومړیتوبونو څخه د ي، چې له بزګرانو سره یوځای کار وکړو، چې ستونزې لږ لږ کم شي او د بزګرانو ملاتړ وشي ترڅو له کرنیزو محصولاتو ګټه پورته کړي.»
د بامیانو والي دغه راز زیاته کړه، چې د بامیانو کچالو ملي او نړوال نوم لري او یاد ولایت په هېواد کې د کچالو د تولید تر ټولو مهم ولایت دی، چې د هېواد د اړتیا وړل څه باندې ۵۰ سلنه کچالو د بامیانو له ولایت څخه په لاس راځي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۳۴
Background image

هلمند کې د پستې نیالګیو تولید په پارهڅې، د پستې زرګونه نیالګي تولیدېږي

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د طبیعي سرچینو آمریت اړوند د مرکز لښکرګاه د بولان د نیالګیو روزنځای کې د پستې   پنځه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۲
Background image

ننګرهار کې  ۷۲ زره څارویو ته د چنجیو ضد درمل  او واکسینونو د تطبیق چارې پیل شوې 

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو دافغانستان لپاره د هالینډ کمیټې له لورې د ننګرهار ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې څارویو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۱
Background image

ننګرهار کې پر زرګونو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي 

۹ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد د اکشن اېډ مؤسسې او هلال هډ،ا کرنیز شرکت چارواکو سره په کتنه کې د یادو. . .

بازگشت