اروزګان کې پر سلګونه جریبه ځمکه د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۸ - ۱۰:۴۶
اروزګان کې پر سلګونه جریبه ځمکه د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي

۱۸ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت دکرمز ترینکوټ ترڅنګ د یاد ولایت د ولسوالیو په سلګونه جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي دي.
د چارواکو په خبره دغنمو دغه مقام ورایټۍ اصلاح شوي تخمونه دکرنې وزارت او همکارو مؤسسو په همکارۍ پر دغو بزګرانو وېشل شوي دي، ترڅو له خپلو کروندو څخه غوره حاصلات ترلاسه کړي.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت له خوا د هېواد په کچه پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوي دي، چې ورسره به د بزګرانو د عوایدو کچه لوړه او ترڅنګ یې د هېواد د غنمو اړتیاوې به هم تر یوې کچې پوره شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت