ارزګان کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۹ - ۹:۵۲
ارزګان کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غونډه

۲۸ سلواغه ۱۴۰۲ه‍.ش
۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
 د ارزګان ولایت د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د غصب شویو ځمکو پلاوی غونډه تر سره کړه.
ياده غونډه چې د ارزګان ولایت د کرنې په ریاست کې جوړه شوې وه، په کې د اروزګان ولایت د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې رییس او غړي کډون درلود.
په دې غونډه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې او د غونډي نورو ګډون والو یو له بل سره خپل نظرونه شریک کړل.
دغه راز په دې غونډه کې د یوشمېر عاریضونو دوسیې وڅېړل شول او له دوی سره د موضوع په هکله خبرې اترې شوې.
باید وویل شي، چې ارزګان کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۵
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار تخار ولایت ته د تخنیکي پلاوي سفر 

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۵۴
Background image

ختیځ زون کې د کانګو ناروغۍ د مخنیوي پراخ کمپاین؛ نهه زره څارویو ته درمل ورکول کېږي

۷ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» او د روغتیا نړۍوال ادارې «ډبلیواچ‌او». . .

بازگشت