د ذخایرو د ساتنې او توزیع ریاست

mail-admin

د الحاج محمدعمر ؛عمر؛ ژوند لیک

الحاج محمدعمر "عمر" د ارواښاد طالب جان زوی  د ۱۳۳۷ هجري لمریز کال کې د خوست ولایت په مرکز لکڼ وکیل  کلي کې په یوه عالمه او دینداره کورنئ کې دې نړئ ته سترګې پرانستي ، لمړنئ او منځنئ زده کړې یې د خوست ولایت مرکز په لکڼو ښونخي کې بشپړې کړي او ۱۳۵۷ کال کې د لکڼو ښونڅي څخه فارغ شوئ ده ، نوموړي د خپل شوق او علاقه سره سم په کال ۱۳۵۸د کابل پوهنتون ، کرنې پوهنځي د اګرانومئ څانګه ته بریالئ شو او خپلې لوړې زده کړې یي د لیسانس تر کچې په ۱۳۶۱ کال کې بشپړې کړې او د کابل پوهنتون څخه یی د فراغت سند ترلاسه کړ.

د فراغت وروسته يی د مختلفو موسسو ، پروژو او دولت سره په بیلابیلو بستونو کې د کرنې په برخه کې دندې ترسره کړي او خپله دنده یی په صداقت او ایمانداري په بریالیتوب سره ترسره کړي او د هیواد د کرنې سکتور ته یې ډیر خدمتونه کړي چې د بیلګې په توګه یی ځینو دندو ته په لاندې ډول یادونه کوو.

  • په ۱۳۶۱ هجري لمریز کال کې د خوست ولایت د کرنې ، اوبولګولو اومالدارئ ریاست د ترویج مدیر په توګه .
  • د ۱۳۶۷ څخه تر ۱۳۷۱ پورې د JEC موسسه سره په خوست او د پاکستان پیښور کې د اګرانومست په توګه .
  • همدارنګه شاوخوا ۷ کاله د IRC موسسه سره د فارم مدیر په توګه .
  • د ۱۳۷۲ کال څخه تر ۱۳۷۵ کال پورې د خوست ولایت د کرنې په ریاست کې د Extension Responsible  یا د ترویج مسئول په توګه .
  • د ۱۳۷۷ کال څخه تر ۱۳۷۸ کال پورې د FAO نړیوال بنسټ سره د ټرینر په توګه .
  • د ۱۳۸۰ کال څخه تر ۱۳۸۲ کال پورې د خوست ولایت د کرنې ، اوبولګولو اومالدارئ ریاست د مرستیال په توګه .
  • په کال ۱۳۸۲ کې د خوست ولایت د کرنې ، اوبولګولو او مالدارئ ریاست د ریس په توګه .
  • د ۱۳۸۳ څخه تر ۱۳۸۵ پورې د کرنې وزارت د متخصصینو د بورد رئیس په توګه .
  • د ۱۳۸۵ څخه تر اوسه (۱۴۰۲) پورې د کرنې وزارت د غله جاتو استراتیژیکو زیرمو ریاست د ریس په توګه دنده ترسره کړې او اوس هم د دغه ریاست ریس دئ .

د یادونې وړ ده الجاج محمدعمر "عمر" د پورتنیو دندو د ترسره کولو په جریال کې د هیواد د ننه او بهر په مختلفو د ظرفیت لوړونې په پروګرامونو او ټریننګونو کې هم ګډون کړئ د ځینوته یی په لاندې ډول اشاره کیږي .

  • په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د پاکستان په هیواد کې ۱۴ ورځني ورکشاپ کې د تخم تکثیر (Seed Multiplication)   په برخه کې .
  • په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د پاکستان په هیواد کې ۱۲ ورځني ورکشاپ کې د بڼوالئ (Horticulture) په څانګه کې.
  • په ۱۹۹۳ میلادي کال کې د پاکستان په هیواد کې ۱۲ ورځني ورکشاپ کې د ځنګلونو (Forestry) په څانګه کې.
  • په ۱۹۹۳ میلادي کال کې د پاکستان په هیواد کې ۱۵ ورځني ورکشاپ کې د قوريې مدیریت (Nursery Management)  په څانګه کې.
  • د ۱۹۹۸ څخه تر ۱۹۹۹ پورې په خوست ولایت کې په یو کلنې پروګرام کې ګډون چې د FAO لخوا په لاره اچول شوئ وه د څارویو روغتیا او تولید موډلونو (production improved Health animal modules) په څانګه کې.
  • په ۱۹۹۳ میلادي کال کې د پاکستان په هیواد کې ۱۲ ورځني ورکشاپ کې د چرګانو ساتنې (Poultry) په برخه کې.
  • په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د پاکستان په هیواد کې ۹ ورځني ورکشاپ کې ګډون د کلیوالي مشارکت ارزونه (Participatory Rural Appraisal, PRA) تر عنوان لاندې.
  • په ۱۹۹۴ میلادي کال کې د پاکستان په هیواد کې ۱۱ ورځني ورکشاپ کې ګډون د مالدارئ (Animal Husbandry) تر عنوان لاندې.
  • په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د پاکستان په هیواد کې ۹ ورځني ورکشاپ کې ګډون د شاتو مچیو د ساتنې (Bee Keeping) ترعنوان لاندې.
  • په ۱۹۹۷ میلادي کال کې د پاکستان په هیواد کې ۷ ورځني ورکشاپ کې ګډون  د کبانو فارم (Fish Farm) تر عنوان لاندې.
  • په ۱۹۹۹ میلادي کال کې په غزنی ولایت  کې ۱۵ ورځني ورکشاپ کې ګډون د آفتونو ادغام مدیریت  (Integration Pest Management, IPM) تر عنوان لاندې.
  • په ۱۹۹۷ میلادي کال کې د پاکستان په هیواد کې ۴ ورځني ورکشاپ کې ګډون  د پیوند  (Budding) تر عنوان لاندې.
  • په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د پاکستان په هیواد کې ۶ ورځني ورکشاپ کې ګډون  د میوه ساتنه  (Fruit Preservation) تر عنوان لاندې.
  • په ۱۹۹۴ میلادي کال کې د پاکستان په هیواد کې ۵ ورځني ورکشاپ کې ګډون  د غذا ساتنه (Food Preservation)  تر عنوان لاندې.
  • په ۱۹۹۶ میلادي کال کې د پاکستان په هیواد کې ۸ ورځني ورکشاپ کې ګډون د سبزیجاتو (Vegetable) تر عنوان لاندې.
  • په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د پاکستان په هیواد کې ۷ ورځني ورکشاپ کې ګډون  د سبزیجاتو تخم تولید (Vegetable Seed Production) تر عنوان لاندې.
  • په ۱۹۹۷ میلادي کال کې د پاکستان په هیواد کې ۹ ورځني ورکشاپ کې ګډون د حفاظه نتابات  (Plant Protection) تر عنوان لاندې.
  • په ۱۹۹۹ میلادي کال کې د پاکستان په هیواد کې ۳ ورځني ورکشاپ کې ګډون د بوسو تخمر(Urea Treatment)  ترعنوان لاندې.    
  • په ۱۹۹۷ میلادي کال کې د پاکستان په هیواد کې ۵ ورځني ورکشاپ کې ګډون نیشکر (Sugar cane)  تر عنوان لاندې.
  • په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د پاکستان په هیواد کې ۹ ورځني ورکشاپ کې ګډون  د جندر (Gender) ترسرلیک لاندې.
  • په ۱۹۹۵ میلادي کال کې د پاکستان په هیواد کې ۴ ورځني ورکشاپ کې ګډون  د میکانیزه زراعتی  (Farm Power) ترسرلیک لاندې.
  • په ۱۹۹۵ میلادي کال کې د پاکستان په هیواد کې ۹ ورځني ورکشاپ کې ګډون  د شاخه بري  (Pruning) ترسرلیک لاندې.
  • په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د پاکستان په هیواد کې ۹ ورځني ورکشاپ کې ګډون  د زراعتي ځنګلونو (Agro Forestry) ترسرلیک لاندې.
  • په ۲۰۰۲ میلادي کال کې په کابل ولایت کې ۳ ورځني د WFP ورکشاپ کې ګډون  د حوادثو متضررینو سروی  (VAM)Survey) ترسرلیک لاندې.
  • په ۲۰۰۲ میلادي کال کې په ګردیز کې ۳ ورځني د UNHCR ورکشاپ کې ګډون  د ولسوالئ پروفایل سروی  (District Profile Survey) ترسرلیک لاندې.
  • په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د جنوبی کوریا  په هیواد کې ۱۴ ورځني ورکشاپ کې ګډون  د کرنیزې پالیسي  (Agricultural Policy) ترسرلیک لاندې.
  • په ۲۰۰۵ میلادي کال کې د هندوستان په هیواد کې ۵ ورځني ورکشاپ کې ګډون  د کچالو تکثیر د تخم له لاری   (TPS(true potato seed) ترسرلیک لاندې.
  • په ۲۰۰۵ میلادي کال کې په کابل ولایت  کې ۷ ورځني ورکشاپ کې ګډون  د پلان جوړونې او مدیریت کورس  (Developing planning and management course) ترسرلیک لاندې.
  • په ۲۰۰۶ میلادي کال کې په کابل ولایت  کې ۱۲ ورځني ورکشاپ کې ګډون  د (Senior Management Course) ترسرلیک لاندې.
  • په ۲۰۰۵ میلادي کال کې په کابل ولایت  کې ۵ ورځني ورکشاپ کې ګډون  د افغانستان رهبري (Leadership Afghanistan) ترسرلیک لاندې.
  • په ۲۰۰۷ میلادي کال کې په کابل ولایت  کې ۴ ورځني ورکشاپ کې ګډون  د افغانستان رهبري (Leadership Afghanistan) ترسرلیک لاندې.
  • په ۲۰۰۶ میلادي کال کې په کابل ولایت  کې ۱۰ ورځني ورکشاپ کې ګډون  د اقلیم بدلون او بیړنیو پیښو ته آماده ګئ  (Climate change and disaster preparedness) ترسرلیک لاندې.
  • په ۲۰۰۹ میلادي کال کې په کابل ولایت  کې ۴ اونیزه  ورکشاپ کې ګډون  د  مشرتابه د رهبرئ وړتیا پروګرام  (Senior Leadership competency development program . SLCDP) ترسرلیک لاندې.
  • په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په کابل ولایت  کې ۶ ورځني   ورکشاپ کې ګډون  د  مشرتابه د اضطراری بیړنئ اړتیا ارزونه  (Rapid Emergency need assessment) ترسرلیک لاندې.
  • په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د چین په هیواد کې ۲۱ ورځني ورکشاپ کې ګډون  د غله جاتو امنیت لوړول د مخ پر ودې هیوادونو ته په چین هیواد کې    (Senior on Grain Security For Developing Countries in China) ترسرلیک لاندې.
  • په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په کابل ولایت  کې ۱ یوکلن   کورس کې ګډون  د  انګلیسی کورس   (English Course) ترسرلیک لاندې.
  • په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د ترکیه  په هیواد کې ۲۲ ورځني ورکشاپ کې ګډون  د پروژه د سایکل مدیریت (Project Cycle Management) ترسرلیک لاندې.
  • په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د جاپان  په هیواد کې ۱۲ ورځني ورکشاپ کې ګډون  د بیړنیو پیښو مدیریت په افغانستان کې  (Natural Disaster Management in Afghanistan) ترسرلیک لاندې.
  • په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د ترکیه  په هیواد کې ۱۶ ورځني ورکشاپ کې ګډون  د پروژه د سایکل مدیریت د دوهم ځل لپاره  (Project Cycle Management second times ) ترسرلیک لاندې.

د یادونې وړ ده پورتني ذکر شوي ورکشاپونه ، کورسونه او ټریننګونه د یو شمیر ملی او نړیوالو لکه (IRC ,FAO ,WFP ,IMA  UNEP INVENT and Afghanistan civil serves institute , UNDP, ANDMA, China Ministry of commerce , American University JICA, Memphis Afghan Friendship Summit,  ارګانونو په مرسته په لاره اچول شوي وه .

الحاج محمدعمر "عمر" د کرنې په برخه کې په ټیټو او لوړو بستونو ستر ستر خدمتونه ترسره کړي،اوس مهال د کرنې ، اوبولګولو او مالدارئ په وزارت کې د غله جاتو استراتیژیکو زیرمو د ریس په توګه  دنده ترسره کوي .

د .ا.ا د فتحې وروسته د ذخایرو د ساتنې او توزیع په برخه کې عمده کارونه او لاسته راوړنې

  • په سیلوګانو او ذخایرو کې چی د هندوستان مرسته شوي ۶۶۷۵۶.۴۶  ټنه غنم موجود وه د د ریس الوزا لوړ مقام د حکم پر اساس په ۳۴ ولایتونو کې د کار په بدل کې وویشل شول.
  • د پورتنیو موجودو غنمو د توزیع څخه مخکې د ملي پراختیا شرکت سره په ګډه د کار په بدل کې د غنمو د ویشلو کړندلاره (طرزالعمل ) ترتیب او د ریاست الوزرا لوړ مقام د منظورئ څخه وروسته ۳۴ ولایتونو ته ولیږل شو.
  •  د پاکستان ۵۰ زره ژمنه شویو غنمو له جملې څخه ۶۱۹۵.۳۵۸ ټنه هیواد را وارد شول د دغو غنمو د ساتلو پیسي هم مرکزی سیلو ته انتقال شوې .
  •  په سیلوګانو کې د  غنمو د ساتلو د باقیداری جدول د وزارت د بودجه محترمې کاري کمیټه ته لیږل شوئ.
  • د پاکستاني ۱۵۹ لاریو غنمو چې د تورخم او سپین بولدک له لارو هیواد ته راغلي وه د معافیت چارو لمړی پړاوه فی لاری ۲۰۰۰ افغانئ د مالیی وزارت معافیت آمریت اکونټ ته انقال شوې او دویم پړاو د اظهارنامو اکترونیکي فیس فی لارئ ۴۰۰ افغانی د تورخم ، ننګرهار ګمرک ریاست  او سپین بولدک او کندهار ګمرک ریاست کې طی مراحل او تعرفی یی مالی محترم ریاست ته لیږل شوي دی.
    •  د پاکستاني مرسته شویو غنمو له جملې څخه ۱۵۲۸.۴۲۸ ټنه په کندهار ولایت کې زیرمه شوي وه چې د نوموړي ولایت د والي صاحب په هدایت ویشل شوي دي .
  • د فتحی وروسته چې ۴۲۶۴.۵۳۸ ټنه پاکستانی غنم مرکزی سیلو ته راغلی وه د ریاست الوزا د حکم له مخي وویشل شول .
    • پخواني د هندوستان مرسته شوي ۷۰۷.۲۴ ټنه نخود چې په مرکزی سیلو کې زیرمه وه د پروسس وروسته په دال تبدیل او د اقتصادي کمیسیون د هدایت سره سم وویشل شول.
    • د غنمو د ستاتنې د لګښتونو په برخه کې د مرکز سیلو سره چې کوم اختلاف نظر وه پدې هکله په مرکزی سیلو، د ریاست الوزا اقتصادي معاونیت ، د دولتي شرکتونو د مدیره پلاوي او د کرني وزارت د مالی او اداری چارو معین صاحب تر مشری لاندي په دغه معینیت کې بیلابیلی جلسی ونیول شوي چې په ځینو جلسو کې د اقتصاد وزارت  د معین صاحب او د دولتي شرکتونو عمومی ریاست ریس صاحب هم ګډون کړئ وه ستونزه تر یوه حده حل شوه فیصله وشوه مګر تر اوسه د مرکزی سیلو ریس صیب د فیصلو په پای کې خپل لاسلیک نده کړئ. کله چې فیصله لاسلیک شي د غنمو ساتلو طرزالعمل چمتو شوئ او نهایی به شی .
    • د روان کال د بودجه د ترتیب پر محال هم د ۵۰ زره ټنه غنمو د خریدارئ موضوع مالي محترم وزارت ته یی کانسپت نوټ او پلان لیږل شوئ دئ.
    •  د ۵۰ زره ټنوغنمو خریداري موضوع  د ریاست الوزا اقتصادي معاونیت کې څو ځله په مجلسونو کي د دغه ریاست له استازی لخوا یاده شوي بیا وروسته مکتوب هم لیږل شوئ چې د کمیسیون په اجنډا کې د دغه محترم معاونیت لخوا نیول شوې ده .
    • د غنمو د خریدائ ګړندلاره (طرزالعمل ) ترتیب شوئ دئ. چې کاپیی یې ددې اسنادو سره ضمیمه ده هیله ده چې همزمان منظور شي.
    •  د تاریخ تیر شویو موادو له منځه وړلو په پروسه کې د دغه ریاست د پلاوي کډون د نورو ګډو پلاوو سره .
    •  د ریاست الوزرا لوړ مقام ګڼه  ۲۳۳۰ او ۱۴۴۴/۷/۱۳ نیټی حکم په اساس د ګډ هیئت سره د دغه ریاست پلاوی تلل د کندز سپین زر دولتی شرکت د پورونو او سهم دارانو د تثبیت په موخه او د ګذارش ترتیبول او لیږل د ریاست الوزرا لوړ مقام ته .