هلمند کې د انګورو بڼونه او حاصلات ډېر شوي دي

content_admin
Sun, Jun 27 2021 3:54 PM
هلمند کې د انګورو بڼونه او حاصلات ډېر شوي دي

۶ چنګاښ ۱۴۰۰
د هلمند په ولایت کې د انګورو د فصل په رارسېدو سره د هلمند د کرنې ریاست وایي، چې د یاد ولایت انګور پاخه او بازار ته وړاندې شوي دي. ددوی په خبره هلمند کې به سږ کال د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر وی.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي تمه ده، چې سږ کال به د هلمند د انګورو له بڼونو څه باندې ۹۵زره ټنه حاصلات تر لاسه شي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي چې دامهال په ۶۹۳۵ هکټاره ځمکه کې د انګورو تاکونه او باغونه شته، چې د تېرکال په پرتله ددې ولایت د انګورو بڼونو شمېر زیات شوي دي او هڅه کوي، چې دا شمېر لا هم زیات شي.
 زلمي الکو وویل، چې له دغو بڼونو څخه به سږکال څه باندې ۹۵ زره مټریک ټنه انګور تر لاسه شي.
د ښاغلي الکو په خبره په هلمند کې ډول ډول انګور تولیدېږي او دا چې د هلمند انګور د نورو ولایتونو په پرتله ژر حاصل ته رسېږي، نو په بېلابېلو ولایتونو کي ښه مارکېټ هم لري.
هلمند کې د انګورو ګڼ شمېر باغونه شته چې د تېرو کلونو سره په لوی توپیر یې د حاصلاتو په کیفیت او کمیت کې هم د پام وړ بدلون راغلی دی.
د هلمند انګور د یو شمېر ولایتونو لکه زابل، غزني، میدان وردګ، نیمروز او کابل تر څنګ بهرنیو هېوادونو لکه پاکستان او هند ته هم صادرېږي او ښه بازار هم لري.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې، د کرنې وزارت له خوا ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې عصري ممیزخونې هم جوړې شوي دي او د انګورو بڼوال کولای شي، چې په کې په ښه کیفیت سره خپل انګور په ممیزو بدل او بازار ته یې وړاندې کړي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS