د ۱۵۱ زره هکټاره ابرېزو د تنظیم چارې پیل شوې

content_admin
Sun, Apr 25 2021 2:16 PM
د ۱۵۱ زره هکټاره ابرېزو د تنظیم چارې پیل شوې

۵ غویی ۱۴۰۰
د اوبو او برېښنا په اوونۍ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې د ۱۵۱ زره هکټاره ابرېزو د تنظیم چارې پیل کړي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، چې دا ابریزې د کابل، کاپیسا، ننگرهار، بادغیس، تخار، بدخشان، سرپل، بلخ، سمنگان، نورستان، دایکندي، خوست، پکتیا، پکتیکا، غور، هلمند، وردګ، جوزجان او کندز په ولایتونو کې جوړېږي.
د ښاغلي رستمي په خبره، ابریزې کوچني غوچوړې دي، چې د اوبو د خپرېدو او د سېلابونو د وتو مخه نیسي او په بدل کې اوبه د ځمکې لاندې زېرموته لېږدي.
د دغو آبرېزو د تنظیم موخه، د ځمکې لاندې اوبو د کچې لوړول، د اوبو او خاورې خوندي کول، د هوا د ککړتیا د کچې ټیټول، د طبيعي ځنګلونو، څړځایونو او طبي بوټو خوندي کول او بیارغول دي.
د کرنې وزارت ویاند زیاته کړه، چې وچکالۍ سره مبارزه، د موسمي سېلابونو مخنیوی، کارموندنه، چاپېریال ساتنه او د ملي اقتصادي پیاوړتیا به ددې پروژې د پلي کېدو اغېزې وي.
دا پروژه د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ تر میاشتې بشپړېږي.
اکبر رستمي وویل، چې د ۱۵۱ زره هکټاره ابرېزو د تنظیم په پار، یومیلیارډ او ۷میلیون او ۲۸۵ زره او ۶۹۶ افغانۍ په پام کې نیول شوې، چې د افغانستان دولت، نړیوال بانک، اسیایي پراختیایي بانک، د المان د همکاریو دفتر، د سویسو د همکاریو دفتر، اروپایي ټولنې، د اقلیم بدلون وجهي صندوقونه یا «GEF» او د ایټالیا د همکاریو دفتر له خوا تمویلېږي.
د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې افغانستان له زیانمنو هېوادنو څخه دی، چې له دې اړخه یې د وچکالۍ او د سېلابونو ستونزې ګاللي دي.
په همدې موخه د څړځایونو او خاورې خوندي کول او په غرونو او غونډیو کې د سېلابونو پر وړاندې خنډ جوړولو په پار د ابرېزو تنظیم، کورونه له سېلابونو خوندي کوي او دغه راز د اوبو د چرخشي سیسټم پیاوړتیا او د ځنګلونو بیارغول د وچکالۍ د کموالي لامل کېږي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS