پکتیا کې د څه باندې لس میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لوی کانال پرانیستل شو

mail-admin
Thu, Aug 28 2025 9:47 AM
پکتیا کې د څه باندې لس میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لوی کانال پرانیستل شو

۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز اړوند د بالادې په سیمه کې د لس میلیونه ۵۰۳ زره او ۳۱۰ افغانیو په ارزښت د اوبو یو لوی کانال پرانیستل شو. د یاد کانال د پرانیستې په مراسمو کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ترکیې د همکاری او همغږۍ ادارې (ټیکا) رییس فاضل آکین اردوغان، د علماو شورا رییس شیخ صالح محمد فقیر، د والي مرستیال شیخ انعام الله صلاح الدین، د کرنې رییس مولوي سید امین هاشمي، د دولتي ادارو مسؤلین، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د زون مسئول انجینر بسم الله بسمل، د ودانیزی شرکت استازي، قومي مشران او کروندګر ګډون درلود.
د کرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په خپلو خبرو کې د اوبو د مهار او په کرنه کې د هغې پر ارزښت ټینګار وکړ. نوموړي وویل، چې د کانالونو، سربندونو او استنادي دېوالونو په جوړېدو کې د پام وړ پرمختګ شوی او له تمویلونکو ادارو او همکارو موسسو یې مننه وکړه. هغه زیاته کړه، چې پکتیا لا هم ورته پروژو ته اړتیا لري او له سیمه ییزو خلکو یې وغوښتل، چې د کانال په ساتنه او څارنه کې جدي ونډه واخلي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي، وویل، چې دا کانال د ملګ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ او د ۲۴۰۰ مترو په اوږدوالي بشپړ شوی. د نوموړي په وینا، د کانال په جوړېدو سره به په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي او شاوخوا ۲۵۰۰ کورنۍ به ترې ګټه واخلي. هغه زیاته کړه، چې یاد کانال په اساسي ډول رغول شوی او د سیمې بزګرانو ته به د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې سترې اسانتیاوې برابرې کړي.
ځايي اوسېدونکو او کروندګرو دغه کانال د خپلو کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره یو مهم ګام وباله او له اړوندو ادارو یې وغوښتل، چې د ورته کانالونو، اوبو بندونو او محافظوي دېوالونو په جوړولو کې نوره پاملرنه هم وکړي.


در پکتیا یک کانال بزرگ آبرسانی به ارزش بیش از ده میلیون افغانی افتتاح شد
۶ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
در منطقه بالاده مربوط مرکز ولایت پکتیا، یک کانال بزرگ آبرسانی به ارزش ده میلیون و ۵۰۳ هزار و ۳۱۰ افغانی افتتاح گردید. در مراسم افتتاح این کانال، مولوی صدراعظم عثمانی معین وزارت زراعت و مالداری وزرات زراعت ، فاضل آکین اردوغان رئیس اداره همکاری و هم‌آهنگی ترکیه (تیکا)، شیخ صالح محمد فقیر رئیس شورای علما، شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین معاون والی، مولوی سید امین هاشمی رئیس زراعت، مسئولین ادارات دولتی، انجنیر بسم‌الله بسمل مسئول زون اداره غذای ملل متحد، نمایندگان شرکت ساختمانی، متنفذین قومی و دهاقین اشتراک داشتند.
مولوی صدراعظم عثمانی معین وزارت زراعت و مالداری در سخنان خود بر مهار آب و اهمیت آن در زراعت تأکید نمود. وی گفت که در ساخت کانال‌ها، بندها و دیوارهای استنادی پیشرفت چشم‌گیری صورت گرفته و از نهادهای تمویل‌کننده و موسسات همکار قدردانی کرد. او افزود که پکتیا هنوز به چنین پروژه‌هایی نیاز دارد و از مردم محل خواست تا در نگهداری و مراقبت از کانال نقش جدی ایفا کنند.
مولوی سید امین هاشمی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری پکتیا گفت که این کانال با حمایت مالی سازمان غذای ملل متحد تکمیل شده و طول آن به ۲۴۰۰ متر می‌رسد. به گفته وی، با ساخت این کانال هزاران جریب زمین زراعتی آبیاری خواهد شد و حدود ۲۵۰۰ خانواده از آن مستفید خواهند شد. او افزود که کانال به‌صورت اساسی ساخته شده و برای دهاقین منطقه در بخش آبیاری زمین‌های زراعتی سهولت‌های بزرگی ایجاد می‌کند.
ساکنان محل و دهاقین این کانال را برای آبیاری زمین‌های زراعتی‌شان یک گام مهم دانستند و از نهادهای مربوطه خواستند تا در ساخت کانال‌های مشابه، بندهای آبی و دیوارهای محافظتی توجه بیشتری داشته باشند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS