د سبو د کرکېلي نوي لارې چارې؛ ننګرهار کې ۴۸۲ شنې خونې جوړې شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۱۱:۲۴
سبو

۲۶ لیندۍ ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دکرنې وزارت د پرمختیایي برنامو او پروژو له لارې په دې ولایت کې د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو او د سبو او ترکاریو د کرکېلي د نویو لارو چارو دودولو په پار ددې ولایت په کچه ۴۸۲لویې او کوچنۍ شنې خونې جوړې کړي دي.
د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله صافی وایي، چې د یادو ۴۲۸ شنوخونو له ډلې ۲۵۳ بابه یې عملاً فعالیت کوي او د مارکېټ غوښتنې ته په کتو رومي بانجان او بېلابېل سابه او ترکاري په کې کرل کیږي.
له تېرو څو میاشتو راهیسې سابه (سبزۍ) لکه بادرنګ او رومیان چې د ننګرهار په شنو خونو کې راټوکېدلي په دې موسم کې یې حاصل د ښار په نږدې ټولو هټیو کې ليدل کېږي.
یوشمېر ننګرهاریان وایي، د شنو خونو له برکته روان کال کې د رومیانو(ټماټرو) او بادرنګو د حاصلاتو له کمښت سره هم نه دي مخامخ شوي.
د ښاغلي صافی په خبره سږکال له یادو ۲۵۳ شنوخونو نږدې ۸۰۰ مټریک ټنه رومي بانجان راټول او بازار ته وړاندې شوي، چې د تېرکال په پرتله یې حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.
له دغو شنوخونو څخه برخمن شوي کروندګر وایي، چې له خپلو شنوخونو څخه په یو کال کې څو ځلې حاصل راټولوي او په لږ خواری سره ډېره ګټه تر لاسه کوي.
په كرنيز سيسټم كې له شنو خونو څخه لاسته راغلي حاصلات ګټور، خوندور او په بازار كې هم ډېره ګټه د کروندګرو په برخه کوي.
شنې خونې، چې د حرارت د کنټرول لپاره له پلاستيكه جوړېږي، اوس د ننګرهار د بزګرانو لپاره د سرو زرو د خزانو ارزښت لري. دوى وايي، د شنوخونو په پراختيا سره کولای شي، چې دخپل ولایت د اړتیا وړ سابه تولید او ان د ننګرهار ترڅنګ نورو ولایتونو  ته هم وخت په وخت كرنيزې توکي ورسوي.
د کرنې وزارت له خوا دغه شنې خونې په هرموسم کې د تازه سبو د تولید او په لویه کچه د خوړو خوندیتوب او په مېندو او ماشومانو کې د خوارځواکۍ د مخنیوي په موخه جوړې شوي دي. دغه شنې خونې کورنیو ته دا زمینه هم برابروي، چې د خپلو سبو د پلور له لارې ښه عواید تر لاسه کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې هېواد کې د شنو خونو حاصلات مخ په زیاتېدو دي.دوی وایي، چې دمګړۍ د هېواد په ټولو ولایتونو کې په سلګونه وړې او سوداګریزې شنې خونې جوړې شوي دي، چې د کال په ټولو موسمونو کې په کې د ډول ډول سبو او ترکاریو کرکېله کیږي او د بزګرانو دعوایدو په ښې سرچینې بدل شوي دي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها