ارزګان کې د ۴۷کرنيزو پروژو چارې بشپړې شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۱۶ - ۱۶:۳۹
orzgan


۱۶ ليندۍ ۱۳۹۹
د ارزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، سږکال په ارزګان ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت دطرحې په اډانه کې ۷۲ بېلابېلي پروژې پلي کیږي چې، له دې ډلې د ۴۷پروژو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته چمتو شوي دي. د دوی په خبره د پاتې ۲۵ پروژو رغنيزې چارې هم ۹۵ سلنه بشپړشوې دي، چې ډېرژر به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
د ارزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس احمدشاه خیري وول چې، په یادو پروژو کې د کچالو پنځه او دپيازو ۵۰ زېرمتونونه، ۱۵د مېوو او سبو لمريز وچوونکي دستګاوې او دوه د مېوو صفر درجې سړې خونې شامل دي.
ددغو پروژو ټوليز لګښت ۳۰ميليونه ۷۹۳زره او ۲۵۲افغانۍ ده،چې ۹۰ سلنه يې دکرنې وزارت او لس سلنه نور يې برخمن شوي بزګران ورکوي.
يادې پروژې د کرنیزو محصولاتومدیریت، د بڼوالو او بزګرانو دمحصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار پلي شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS