میدان وردګو ولایت کې سږکال د کچالو ۲۵۸ زېرمتونونه جوړ شوي دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۱ - ۱۶:۶
میدان وردګو ولایت کې سږکال د کچالو ۲۵۸ زېرمتونونه جوړ شوي دي


۱۱ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې او د دې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې له لارې، د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او ددې ولایت په ولسوالیو کې سږکال د کچالو ۲۵۸ زېرمتونونه جوړ کړي، چې د ډېرو هغو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس ولید احمد تسل وایي، چې په دې ولایت کې د کچالو د ۲۵۸ زېرمتونونو له ډلې ۱۵۰ زېرمتونونه یې، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټورې پروژې له خوا پلي کېدل بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د ښاغلي تسل په خبره د پاتې ۱۰۸ نورو زېرمتونونو رغنیزې چارې هم په چټکۍ روانې دي او په راتلونکې اوونۍ کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې رییس وویل، چې اوس ددې ولایت بزګران کولا شي، چې دکال سلګونه ټنه کچالو چې د دوی له مصرف او پلور څخه زیاتیږي، په دغو زېرمتونونو کې یې زېرمه کړي.
د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار یوتن بزګر قدرت الله چې دکرنې وزارت له خوا ورته د کچالو زېرمه تون جوړ شوی وایي: «سږکال ماته د کرنې وزارت له خوا د کچالو زېرمه تون جوړ شوی دی، چې د خپلې کروندې دکچالو حاصلات مې په کې زېرمه کړي دي.» قدرت الله وویل، چې د خپلو حاصلاتو د خرابېدو اندېښنه نه لري او هیله لري، چې کچالو یې په ښه بیه خرڅ شي. نوموړی وویل، چې په تېرو کلونو کې د زېرمه تون د نه شتون له وجې به یې د کچالو محصولات په ټیټه بیه خرڅېدل. قدرت الله اوس د زېرمتون خاوند دی او خپل محصولات په کې خوندي کوي.
یاد زېرمتونونه هر یوه یې دڅه باندې ۱۲ مټریک ټنه کچالو د ساتنې وړتیا لري. له دغو زېرمتونونو څخه په استفادې سره د میدان وردګو ولایت بزګران کولای شي، چې دکال سلګونه مټریک کچالو زېرمه او په مناسب وقت کې یې بازار ته وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۱
Background image

بررسی چالش‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی در ولایت هرات

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی مشکلات و نگرانی‌های شرکت‌های تولید جوجه مرغ گوشتی با حضور مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات و مسئولان شرکت‌های. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۳۰
Background image

نظارت از روند بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان

۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی محمد عظیم طارق رئیس تنظیم ساحات حفاظت‌شده و سرپرست ریاست عمومی منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از روند کار پروژه بازسازی سربند و پاک‌کاری کانال مستان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

آغاز روند توزیع کارت برای دریافت تخم‌های اصلاح‌شده به ۱۵۰۰ دهقان در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع کارت به‌منظور دریافت تخم‌های اصلاح‌شده برای ۱۵۰۰ دهقان مستحق در سه واحد مربوط به مرکز ولایت خوست، تحت نظارت ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت آغاز شد. . .

BACK TO NEWS