میدان وردګو ولایت کې سږکال د کچالو ۲۵۸ زېرمتونونه جوړ شوي دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۱ - ۱۶:۶
میدان وردګو ولایت کې سږکال د کچالو ۲۵۸ زېرمتونونه جوړ شوي دي


۱۱ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې او د دې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې له لارې، د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او ددې ولایت په ولسوالیو کې سږکال د کچالو ۲۵۸ زېرمتونونه جوړ کړي، چې د ډېرو هغو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس ولید احمد تسل وایي، چې په دې ولایت کې د کچالو د ۲۵۸ زېرمتونونو له ډلې ۱۵۰ زېرمتونونه یې، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټورې پروژې له خوا پلي کېدل بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د ښاغلي تسل په خبره د پاتې ۱۰۸ نورو زېرمتونونو رغنیزې چارې هم په چټکۍ روانې دي او په راتلونکې اوونۍ کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې رییس وویل، چې اوس ددې ولایت بزګران کولا شي، چې دکال سلګونه ټنه کچالو چې د دوی له مصرف او پلور څخه زیاتیږي، په دغو زېرمتونونو کې یې زېرمه کړي.
د میدان وردګو ولایت د مرکز میدان ښار یوتن بزګر قدرت الله چې دکرنې وزارت له خوا ورته د کچالو زېرمه تون جوړ شوی وایي: «سږکال ماته د کرنې وزارت له خوا د کچالو زېرمه تون جوړ شوی دی، چې د خپلې کروندې دکچالو حاصلات مې په کې زېرمه کړي دي.» قدرت الله وویل، چې د خپلو حاصلاتو د خرابېدو اندېښنه نه لري او هیله لري، چې کچالو یې په ښه بیه خرڅ شي. نوموړی وویل، چې په تېرو کلونو کې د زېرمه تون د نه شتون له وجې به یې د کچالو محصولات په ټیټه بیه خرڅېدل. قدرت الله اوس د زېرمتون خاوند دی او خپل محصولات په کې خوندي کوي.
یاد زېرمتونونه هر یوه یې دڅه باندې ۱۲ مټریک ټنه کچالو د ساتنې وړتیا لري. له دغو زېرمتونونو څخه په استفادې سره د میدان وردګو ولایت بزګران کولای شي، چې دکال سلګونه مټریک کچالو زېرمه او په مناسب وقت کې یې بازار ته وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۱۱:۳۱
Background image

د زرغونتیا په پار هلې ځلې؛ میدان وردګ کې څه باندې دوه نیم زره جریبه نوي بڼونه جوړ شوي

۲ سلواغه ۱۳۹۹
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د یاد ولایت د زرغونتیا او د بڼوالۍ د پراختیا په پار یې سږ کال دوه زره او ۵۵۲ جریبه بېلابېل بڼونه. . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲ - ۱۰:۲۵
Background image

پکتیا کې پر ۶۵ قوریه لرونکو د چهارمغزو او جلغوزې تخمونه ووېشل شول

۲سلواغه ۱۳۹۹
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو تلپاتې مديريت( FAO-GEF ) پروژې په همکارۍ ددې ولایت د احمداباد او سیدکرم ولسوالیو پر ۶۵ قوریه. . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱ - ۱۶:۱۹
Background image

د زابل ولايت له والي او استازو سره دکرنې وزير ليدنه: دبڼوالۍ او مالدارۍ پر پراختيايي برنامو خبرې اترې

۱ سلواغه ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي دخپل کار په دفتر کی دزابل والي احمدګل رسولي، په ولسي جرګه کې دزابل استازو عبدالقادر قلاتوال، زهرا توخۍ او ددې ولايت. . .

بازگشت