ننګرهار کې د مالدارۍ سکټور د غوړېدا په پار هڅې

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۱۰:۸
ننګرهار کې د مالدارۍ سکټور د غوړېدا په پار هڅې

۶ لیندۍ ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د مالدارۍ سکتور د پراختیا په پار یې هڅې پیل کړي دي، چې ورځ تر بلې یې وضعیت په ښه کېدو دی.
د ننګرهار د کرنې ریاست وایي، چې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مالدارانو وړتیا لوړولو په پار دوی ته په بېلابېلو برخو کې روزنیزې برنامې په لاره اچول، د مالدارۍ په اسټیشنونو کې مصنوعي القاح ترسره کول، څارویو ته د برسلوز او نورو ناروغیو د واکسینونو پروګرام پلي کول، د څارویو د ناروغیو او افتونو دمخنیوي په پار د درملو وېش، د څارویو د عامه ساتن ځایونو دواپاشي، د اړوندو توکو وېش، په حیواني محصولاتو او درملو کنټرول او څارنه هغه څه دي، چې د ننګرهار د کرنې ریاست لخوا راون ۱۳۹۹ یم کال کې مالدارنو ته د ښو خدمتونو په پار ترسره شوي دي.
ددې ترڅنګ د ننګرهار د کرنې ریاست او همکارو موسسو لخوا په ننګرهار کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا په موخه ګڼې برنامې پلي شوي چې، د لبنیاتو د پروسس ټولنې او د شېدو راټولو مرکزونه جوړول او په یادو برخو کې د اړوندو توکو وېش او د خصوصي سکټور ملاتړ په کې شامل دي، چې ددې ولایت د مالدارۍ سکټور د پراختیا په پار تر سره شوي دي.
د دغو برنامو په پلي کېدو سره د مالدارۍ سکټورخوندي، د ناروغیو کچه ټیټه او د څارویو محصولات ډېر شوي دي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها