هلمند کې د مصنوعي القاح مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۴ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هلمند ولایت د مالدارۍ د ودې او پراختیا او د دې ولایت د غواوو نسلونو د اصلاح په پار د مصنوعي القاح مرکز جوړ او د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د هلمند د کرنې ریاست وایي، چې ددې مرکز په جوړېدو سره مالدارانو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې.
د مصنوعي القاح یاد مرکز، چې دکرنې وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې جوړه شوې ده، ددې ولایت د غواوو نسلونو د اصلاح او د مالدارۍ په نورو برخو کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کوي.
دغه مرکز د هلمند ولایت د مالدارانو د مالونو د مصنوعي القاح په پار کارول کیږي.