پکتیکا کې یوشمېر وټرنرانو او لبنیاتو پلورونکو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

qiam_amin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۹:۵۱
پکتیکا کې یوشمېر وټرنرانو او لبنیاتو پلورونکو سره د اړینو توکو مرسته وشوه

۱۸ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اړیکو دفتر له لوري د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت پر ۱۰ وټرنرانو او۱۲  لبنیاتو پلورونکو  مجموعآ ۲۲ مستفیدینو د کار او فعالیت اړوند اړین وسایل ووېشل شول.

یاده پروژه، چې په افغانستان کې د زیانمنو ټولنو د معیشت د ښه‌والي او د زیانمنو وګړو د ظرفیت لوړولو په موخه پلې کېږي، د پکتیکا ولایت په خیرکوټ، یوسف‌خېلو، مرکز ښرنه او اورګون ولسوالیو کې یې عملي چارې روانې دي.

د یادې مرستې په لړ کې، په ټولیز ډول شپږو لبنیاتوپروسیس او شپږنوډونو پلورونکو ته د لبنیاتو د پروسس کڅوړې او لسو وټرنرډاکټرانو ته د وټرنرۍ سیمه ییز واحدونو «وي‌اف‌یو» کڅوړې ووېشل شوې.

ددې مرستې په ترڅ کې د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی دوو لبنیاتو پروسیس او دوو لبنیات نوډونو پلورونکو ته د لبنیاتو د پروسس کڅوړې او درېیو وټرنرانو ته د «وي‌اف‌یو» کڅوړې ووېشل شوې. دغه راز دمرکز ښرنې ښار دوو لبنیاتو پروسیس او دوو لبنیات نوډونو پلورونکو ته د لبنیاتو د پروسس کڅوړې او دوو وټرنرانو سره د «وي‌اف‌یو» مرسته وشوه. په همدې ترڅ کې د پکتیکا ولایت د یوسف‌خېلو ولسوالی یوه لبنیاتو پروسیس او یو لبنیات نوډ پلورونکي ته د لبنیاتو د پروسس کڅوړه او دوو وټرنرانو ته د «وي‌اف‌یو» کڅوړرې ووېشل شوې او دغه راز د همدې ولایت دخیرکوټ ولسوالی یوه لبنیاتو پروسیس او یو لبنیات نوډ پلورونکي ته د لبنیاتو د پروسس کڅوړه او درېیو وټرنرانو سره د «وي‌اف‌یو» کڅوړو مرسته وشوه.

 د لبنیاتو د پروسس په کڅوړو کې د شېډو د سړولو او ساتلو ماشینونه، د کوچو جوړولو ماشین، د شېدو لوښي، د ګاز بخارۍ، د شېدو د کیفیت معلومولو وسایل، لمریزې تختې، بېټرۍ، کنټرولرونه او د وزن معلومولو برېښنايي تلې شاملې دي، چې ټولټال ۱۶ ډوله وسایل په کې ځای پر ځای شوي دي.

همدارنګه، د وټرنرۍ سیمه ییز واحدونو «وي‌اف‌یو» په کڅوړو کې د څارویو د مصنوعي القاح وسایل، د واکسین او درملنې تجهیزات، طبي وسایل، د جراحي اړین توکي، د څارویو د معاینې وسایل، د واکسین ساتلو یخچال، موټرسایکل او لمریز برېښنايي سیستم شامل دي، چې ټولټال ۴۱ ډوله وسایل په کې شامل دي.

د یادو وسایلو د وېش بهیر د پکتیکا ولایت د اقتصاد ریاست او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د استازو او همکارانو په حضور کې ترسره شو.

د دې مرستې موخه د لبنیاتو د پروسس او پلورونکو د کاري وړتیا لوړول، د وټرنرۍ خدمتونو پیاوړتیا، د څارویو د روغتیا ساتنه، د لبنیاتو د کیفیت ښه‌والی او د زیانمنو کورنیو د اقتصادي وضعیت ملاتړ دی.

تمه ده، چې د یادو وسایلو په کارولو سره به په اړوندو ولسوالیو کې د مالدارۍ او لبنیاتو د پروسس فعالیتونه لا پیاوړي او د خلکو لپاره به د عاید او کاري فرصتونو زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۱:۱۶
Background image

بازدید هیئت وزارت زراعت از مراکز تولیدی، زراعتی و صنعتی در اوزبیکستان

۱۸ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش

در دومین روز سفر رسمی هیئت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان به جمهوری اوزبیکستان، از شماری از مراکز تولیدی، زراعتی، مالداری و صنعتی در ولسوالی‌های. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۱:۱۵
Background image

برگزاری سمینار آموزشی برای ۱۰۲ داکتر وترنر به‌منظور آمادگی کمپاین واکسیناسیون علیه بیماری طبق در بغلان

۱۸ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش

سمینار آموزشی دو روزه برای ۱۰۲ تن از داکتران وترنر مرکز و ولسوالی‌های ولایت بغلان، به‌منظور آمادگی برای تطبیق کمپاین واکسیناسیون علیه بیماری طبق (تب برفکی) برگزار شد.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۰:۶
Background image

نظارت از جریان اعمار حوض‌های ذخیره آب برای ۲۵ قطعه باغ ناک در ولسوالی ارگو بدخشان

۱۷ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
انجنیر نصیر احمد احمدی آمر امور زراعتی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان، از جریان کار اعمار حوض‌های ذخیره آب برای ۲۵ قطعه باغ ناک در ولسوالی ارگو این ولایت. . .

BACK TO NEWS