پکتیکا کې یوشمېر وټرنرانو او لبنیاتو پلورونکو سره د اړینو توکو مرسته وشوه
۱۸ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اړیکو دفتر له لوري د څلور میلیونه افغانیو په ارزښت پر ۱۰ وټرنرانو او۱۲ لبنیاتو پلورونکو مجموعآ ۲۲ مستفیدینو د کار او فعالیت اړوند اړین وسایل ووېشل شول.
یاده پروژه، چې په افغانستان کې د زیانمنو ټولنو د معیشت د ښهوالي او د زیانمنو وګړو د ظرفیت لوړولو په موخه پلې کېږي، د پکتیکا ولایت په خیرکوټ، یوسفخېلو، مرکز ښرنه او اورګون ولسوالیو کې یې عملي چارې روانې دي.
د یادې مرستې په لړ کې، په ټولیز ډول شپږو لبنیاتوپروسیس او شپږنوډونو پلورونکو ته د لبنیاتو د پروسس کڅوړې او لسو وټرنرډاکټرانو ته د وټرنرۍ سیمه ییز واحدونو «ويافیو» کڅوړې ووېشل شوې.
ددې مرستې په ترڅ کې د پکتیکا ولایت د اورګون ولسوالی دوو لبنیاتو پروسیس او دوو لبنیات نوډونو پلورونکو ته د لبنیاتو د پروسس کڅوړې او درېیو وټرنرانو ته د «ويافیو» کڅوړې ووېشل شوې. دغه راز دمرکز ښرنې ښار دوو لبنیاتو پروسیس او دوو لبنیات نوډونو پلورونکو ته د لبنیاتو د پروسس کڅوړې او دوو وټرنرانو سره د «ويافیو» مرسته وشوه. په همدې ترڅ کې د پکتیکا ولایت د یوسفخېلو ولسوالی یوه لبنیاتو پروسیس او یو لبنیات نوډ پلورونکي ته د لبنیاتو د پروسس کڅوړه او دوو وټرنرانو ته د «ويافیو» کڅوړرې ووېشل شوې او دغه راز د همدې ولایت دخیرکوټ ولسوالی یوه لبنیاتو پروسیس او یو لبنیات نوډ پلورونکي ته د لبنیاتو د پروسس کڅوړه او درېیو وټرنرانو سره د «ويافیو» کڅوړو مرسته وشوه.
د لبنیاتو د پروسس په کڅوړو کې د شېډو د سړولو او ساتلو ماشینونه، د کوچو جوړولو ماشین، د شېدو لوښي، د ګاز بخارۍ، د شېدو د کیفیت معلومولو وسایل، لمریزې تختې، بېټرۍ، کنټرولرونه او د وزن معلومولو برېښنايي تلې شاملې دي، چې ټولټال ۱۶ ډوله وسایل په کې ځای پر ځای شوي دي.
همدارنګه، د وټرنرۍ سیمه ییز واحدونو «ويافیو» په کڅوړو کې د څارویو د مصنوعي القاح وسایل، د واکسین او درملنې تجهیزات، طبي وسایل، د جراحي اړین توکي، د څارویو د معاینې وسایل، د واکسین ساتلو یخچال، موټرسایکل او لمریز برېښنايي سیستم شامل دي، چې ټولټال ۴۱ ډوله وسایل په کې شامل دي.
د یادو وسایلو د وېش بهیر د پکتیکا ولایت د اقتصاد ریاست او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د استازو او همکارانو په حضور کې ترسره شو.
د دې مرستې موخه د لبنیاتو د پروسس او پلورونکو د کاري وړتیا لوړول، د وټرنرۍ خدمتونو پیاوړتیا، د څارویو د روغتیا ساتنه، د لبنیاتو د کیفیت ښهوالی او د زیانمنو کورنیو د اقتصادي وضعیت ملاتړ دی.
تمه ده، چې د یادو وسایلو په کارولو سره به په اړوندو ولسوالیو کې د مالدارۍ او لبنیاتو د پروسس فعالیتونه لا پیاوړي او د خلکو لپاره به د عاید او کاري فرصتونو زمینه برابره شي.
