د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چرګانوپالنې په سکتور کې پر ځانبسیاینې ټینګار وکړ
۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د چرګانوپالنې سکتور له فارملرونکو او سوداګرو سره په لیدنه کې د هګیو، چرګانو غوښې، د چرګانو د خوراکي توکو او چرګوړو د تولید پر زیاتوالي او د دغه سکتور د محصولاتو د کیفیت او بیو پر ښهوالي ټینګار وکړ.
مولوي صدراعظم عثماني وویل، چې افغانستان د چرګانوپالنې په برخه کې ځانبسیاینې ته نږدې شوی او اړینه ده، چې سوداګر، فارملرونکي او اړوندې اتحادیې د دغه سکتور په بېلابېلو برخو کې د پانګونې له لارې هڅې وکړي، څو هېواد بشپړې ځانبسیاینې ته ورسېږي.
په دې لیدنه کې د چرګانوپالنې فارملرونکو هېواد ته د بېکیفیته او ناروغو چرګوړو د واردېدو او په بازار کې د بیو د بدلونونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې او د وارداتو د کمولو او له کورنیو تولیدوونکو څخه د لا زیات ملاتړ غوښتنه یې وکړه.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په بازار کې د عامه ګټو پر رعایت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې تولیدوونکي او واردوونکي باید د خپلو شخصي ګټو ترڅنګ د بازار وضعیت، د محصولاتو کافي عرضه او د خلکو د پېرلو توان هم په پام کې ونیسي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کورنیو تولیدوونکو د ملاتړ او د چرګانوپالنې په سکتور کې د پانګونې د پیاوړتیا په موخه، د کرنیزې پراختیا صندوق له لارې تولیدوونکو ته پورونه برابروي، څو د تولیدي فعالیتونو د پراختیا او پر وارداتو د تکیې د کمولو لپاره زمینه برابره شي.
