د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چرګانوپالنې په سکتور کې پر ځان‌بسیاینې ټینګار وکړ

qiam_amin
Sun, Oct 25 2026 2:36 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د چرګانوپالنې په سکتور کې پر ځان‌بسیاینې ټینګار وکړ

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د چرګانوپالنې سکتور له فارم‌لرونکو او سوداګرو سره په لیدنه کې د هګیو، چرګانو غوښې، د چرګانو د خوراکي توکو او چرګوړو د تولید پر زیاتوالي او د دغه سکتور د محصولاتو د کیفیت او بیو پر ښه‌والي ټینګار وکړ.

مولوي صدراعظم عثماني وویل، چې افغانستان د چرګانوپالنې په برخه کې ځان‌بسیاینې ته نږدې شوی او اړینه ده، چې سوداګر، فارم‌لرونکي او اړوندې اتحادیې د دغه سکتور په بېلابېلو برخو کې د پانګونې له لارې هڅې وکړي، څو هېواد بشپړې ځان‌بسیاینې ته ورسېږي.

په دې لیدنه کې د چرګانوپالنې فارم‌لرونکو هېواد ته د بې‌کیفیته او ناروغو چرګوړو د واردېدو او په بازار کې د بیو د بدلونونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې او د وارداتو د کمولو او له کورنیو تولیدوونکو څخه د لا زیات ملاتړ غوښتنه یې وکړه.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال په بازار کې د عامه ګټو پر رعایت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې تولیدوونکي او واردوونکي باید د خپلو شخصي ګټو ترڅنګ د بازار وضعیت، د محصولاتو کافي عرضه او د خلکو د پېرلو توان هم په پام کې ونیسي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کورنیو تولیدوونکو د ملاتړ او د چرګانوپالنې په سکتور کې د پانګونې د پیاوړتیا په موخه، د کرنیزې پراختیا صندوق له لارې تولیدوونکو ته پورونه برابروي، څو د تولیدي فعالیتونو د پراختیا او پر وارداتو د تکیې د کمولو لپاره زمینه برابره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS