خوست کې د شولو، جوارو، لوبیا او میو ننداریزو کروندو د تطبیق لړۍ پیل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۸:۳۳
خوست کې د شولو، جوارو، لوبیا او میو ننداریزو کروندو د تطبیق لړۍ پیل شوه

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي او عصري کرنیزو کړنو د ترویج په موخه، د خوست ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د شولو، جوارو، لوبیا او ماشو (میو) ننداریزو کروندو د تطبیق لړۍ پیل کړې ده.
د معلوماتو له مخې، د وزارت مقام له لوري د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د ترویج مدیریت لپاره ۴۰ د شولو، ۲۰ د جوارو، ۱۵ د لوبیا او ۱۵ د میو ننداریزې کروندې منظورې شوې دي، چې موخه یې د اصلاح شوو کرنیزو لارو چارو عملي ترویج، د بزګرانو د پوهاوي لوړول او د حاصلاتو زیاتوالی دی.
د دغو ننداریزو کروندو د تطبیق لپاره د خوست ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مستحقو او وړ بزګرانو د ټاکنې بهیر په منظم ډول روان دی. په همدې لړ کې د ولایت په مرکز کې د یو شمېر بزګرانو له ارزونې وروسته، د وزارت د لارښوونو پر بنسټ هغه بزګر ته چې د شولو قوریه یې چمتو کړې وه، د ننداریزې کروندې د کرلو عملي بهیر ترسره شو.
د یاد بهیر پر مهال د ترویج عمومي مدیر عبدالسلام همت‌یار او د غله‌جاتو مامور نظیف‌الله له خوا اړوند بزګر ته د کرنې د نوې طریقې، د ننداریزو کروندو د ارزښت او ګټو، د کرنې د غوره مدیریت او د پروژې د سم تطبیق په اړه لازمې تخنیکي سپارښتنې او لارښوونې وړاندې شوې.
د خوست د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د بزګرانو د انتخاب او د ننداریزو کروندو د تطبیق لړۍ به د خوست ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې دوام ومومي، ترڅو د عصري کرنې دود عام شي، د بزګرانو تخنیکي وړتیاوې لوړې شي او د کرنیزو محصولاتو په کمیت او کیفیت کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، چې ننداریزې کروندې د بزګرانو لپاره د عملي زده‌کړو یو اغېزناک میتود ګڼل کېږي، چې له لارې یې کروندګر د اصلاح شوو تخمونو، عصري کرنیزو کړنو او اغېزمنو تولیدي لارو چارو سره بلدتیا پیدا کوي او په خپلو کروندو کې یې عملي کوي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۲۶
Background image

ارائه همکاری‌های تخنیکی به فارم جدید ماهی‌پروری در مرکز پروان

۱۳ جوزا ۱۴۰۵  هـ.ش
کارمندان بخش ماهی پروری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان از یک فارم جدیدالتأسیس ماهی‌پروری واقع در قلعه عوض‌ها، منطقه تتمدره مرکز ولایت پروان بازدید تخنیکی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۱
Background image

در ولسوالی باک ولایت خوست برای ده‌ها دهقان ماشین‌های خشک‌کن سبزیجات و میوه توزیع شد

۱۳ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ ذوالحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست با همکاری مالی اداره غذا و زراعت ملل متحد و همکاری تخنیکی موسسه برای احیا و توسعه، روند توزیع ماشین‌های. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۸:۳۳
Background image

ریاست زراعت ننگرهار: برنامه آموزشی ارتقای ظرفیت کارمندان آغاز شد

۱۲ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ ذوالحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
از سوی ریاست اصلاحات اداری و خدمات ملکی ننگرهار، یک برنامه آموزشی دو روزه به منظور ارتقای ظرفیت و آموزش مهارت‌های اداری برای کارمندان ریاست زراعت،. . .

بازگشت به خبرها