د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو هېوادوالو، معلولینو او کونډو مېرمنو ته د هګیو چرګان ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې هرې مستحقې کورنۍ ته ۳۰ دانې چرګان ورکړل شوي، چې له ډلې یې ۲۷ د هګیو چرګان او ۳ چرګان شامل دي.
نوموړي زیاته کړه، د دې پروګرام اساسي موخه د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا، د کورنیو اقتصادي ملاتړ او د خوړو خوندیتوب ته وده ورکول دي، څو کورنۍ وکولای شي له خپلو تولیداتو څخه دوامداره ګټه ترلاسه کړي.
د معلوماتو له مخې، له دې وړاندې هم یادو کورنیو ته د چرګانو د ساتنې اړوند لازم توکي لکه یوه دروازه، دوه جالۍ لرونکې کړکۍ، درې د اوبو لوښي، درې د دانې لوښي، دوه متره جالۍ او ۱۵۰ ګرامه د چرګانو دانه ورکړل شوې وه، څو د چرګانو روزنه په معیاري ډول ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې ستاسو غږ مؤسسې تر دې وړاندې هم د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د بې وزلو کورنیو د ملاتړ په موخه ورته پروګرامونه پلي کړي، چې د خلکو له لوري یې تود هرکلی شوی دی.
د کرنې وزارت له خوا د کرنې او مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا او د کلیوالو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، په دې وروستیو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د کوچنیو عایداتي پروژو پلي کېدل زیات شوي دي. د چرګانو د روزنې پروګرامونه د هغو اغېزناکو لارو څخه دي، چې هم د خوړو خوندیتوب تضمینوي او هم د کورنیو لپاره دوامداره عاید برابروي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۷
Background image

وزارت زراعت زمین را به اداره تنظیم امور زندان‌ها انتقال داد

۲۵ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذی‌الحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
در نشستی که در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد و در آن مولوی عبدالعلی عمری، رئیس عمومی استملاک و اسکان مجدد زمین‌ها، حافظ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۴
Background image

سمینار آموزشی سه‌روزه به منظور ارتقای سطح علمی کارمندان در ریاست اراضی برگزار شد

۲۵ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
به منظور ارتقای ظرفیت‌های مسلکی و افزایش سطح دانش کارمندان، سمینار آموزشی سه‌روزه‌ای در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار گردید.
این سمینار از سوی ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۵
Background image

توزیع تخم اصلاح‌شده جواری و کودهای کیمیاوی برای دهقانان پیشقدم ولایت کابل

۲۵ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل، به منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصلات زراعتی، ۱۴۴ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده بذری جواری را همراه با ۹۰۰ کیلوگرام کود. . .

بازگشت به خبرها