د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
55455

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې ولسوالی کې د وچکالۍ له امله زیانمنو شویو ۶۳۰ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، مولوي عبدالستار محمد وویل، چې په یاده ولسوالی کې ۶۳۰ مستحقو کورنیو ته، چې پکې مشروط او غیرمشروط ګټه‌اخیستونکي شامل وو، مرستې رسېدلې دي. نوموړي زیاته کړه، د کار په بدل کې د خوړو پروګرام له مخې کارګرو د ۸.۵ کیلومتره کانالونو تنظیم او پاک‌کاري ترسره کړې او همدارنګه د ۲۹۰ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانالونو ته استنادي دېوالونه جوړ شوي دي، چې له امله یې سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې ته د اوبو رسولو اسانتیا برابره شوې ده.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، په وېشل شوو خوراکي بستو کې ۱۵۰ کیلو اوړه، ۲۰ لیټره غوړي، ۵۰ کیلو وریجې، ۲۰ کیلو بوره، ۲ کیلو شین چای، ۱۴ کیلو لوبیا، ۱۳ کیلو مۍ او ۲ کیلو مالګه شامله وه، چې مستحقو کورنیو ته ورکړل شوې.
د ننګرهار ولایت په وروستیو کلونو کې د پرله‌پسې وچکالیو له امله د کرنې او مالدارۍ په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ شوی، چې له امله یې ګڼ شمېر بزګران او کلیوال له اقتصادي فشارونو سره مخ شوي دي. په همدې موخه، د کرنې ریاست او همکارو مؤسسو له لوري د بشري مرستو ترڅنګ د بنسټیزو پروژو پلي کول، لکه د اوبو لګولو کانالونو رغول او پاکول، د دې لامل ګرځي چې هم لنډمهاله اړتیاوې پوره شي او هم د کرنیز تولید د دوام لپاره زمینه برابره شي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۱
Background image

بازدید و نظارت از مزرعه چای سبز در ولسوالی دلارام

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نیمروز در  ولسوالی دلارام، به منظور بررسی وضعیت کشت و تولید چای سبز، از یک مزرعه در قریه نوآباد این ولسوالی بازدید و نظارت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۰
Background image

توزیع  نهال جهت احداث باغ‌های مثمر برای باغداران در ولسوالی فرخار

ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار از تطبیق برنامه توزیع نهال جهت احداث باغ‌های مثمر در ولسوالی فرخار خبر می‌دهد. این برنامه با همکاری دفتر شیلتر لایف و مدیریت عمومی خدمات زراعتی. . .

بازگشت به خبرها