ننګرهار کې د درملو او کیمیاوي سرو پلورنکو ستونزو حل په موخه ناسته ترسره شوه
۱۶ کب ۱۴۰۴ه.ش
۱۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه.ق
د ننګرهار حیواني، نباتي درملو او کیمیاوي سرو ټولنې چارواکو د خپلو ستونزو حل په موخه د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد سره وکتل.
د یادې ټولنې رییس فرید الله سرتور د درمل پلورنکو او کیمیاوی سرو شرکتونو او هټېوالو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د ننګرهار د کرنې رییس سره شریکې کړې.
نوموړي وویل، چې په ګمرکونو کې ددويی اموال په ځنډ محصول ددوی لپاره ګڼې ستونزې زېږولي، چې پدې سره بزګران هم تر ډېره زیانمن کېږي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ رییسمولوي عبدالستار محمد راغلو مسؤلینو ته د باکیفیته کیمیاوي درملو او سرو واردولو سپارښتنو ترڅنګ په ټولو قانوني برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
