د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۵۸
د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې ۲۰۰ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه

۴ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د بشري خیریه مؤسسې «اواچ‌ډبلیو» په مرسته د ننګرهار په مومندرې او لعلپورې ولسوالیو کې د کانالونو صفا کولو په برخه کې دسیمې ٢٠٠ تنو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې د مومندرې ولسوالی کمي ډکي کانال او دلعلپورې  ولسوالی سربند  کانال کې ٢٠٠ تنو ته د شل ورځو لپاره د کار زمینه برابره شوه.
ښاغلي محمد زیاته کړه، چې د یادو کارګرانو په مرسته به په دواړو کانالونو کې څه باندې ۱۳ کیلو متره کانالونو صفایي ترسره شي، چې ددې سره به ٢۷٠٠ جریبه ځمکه خړوبه او په منظم دول ورته اوبه ورسېږي. د ننګرهار د کرنې رییس وایي د کانالونو پاکولو موخه د اوبو ښه مدیریت او ضایعاتو مخنیوي دي.
د بشري خیریه مؤسسې د کرنې برخې مسؤل انجنیر هدایت الله ثنایي وویل، چې په راتلوونکي کې په یادو ولسوالیو کې د بزګرانو سره د اصلاح شوي تخمونو، تخنیکي روزنو، نغدي مرستو او نورو بېلابېلو برخو کې هم مرستي ترسره کوي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها