د کونړ کرنې ریاست او اکټیډ موسسې ترمنځ د خوړو خوندیتوب په برخه کې د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۲۷
د کونړ کرنې ریاست او اکټیډ موسسې ترمنځ د خوړو خوندیتوب په برخه کې د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مقام کې د یاد ریاست د رییس مولوي محمد سرور صادق په مشرۍ، د اکټیډ  موسسې له پلاوي سره رسمي ناسته وشوه، چې موخه یې د خوړو خوندیتوب، د مرستندویه پروګرامونو د تطبیق او متقابلې همغږۍ پیاوړتیا وه.
یاده ناسته د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مقام کې د ریاست د رییس مولوي محمد سرور صادق په مشرۍ، د اړوندو تخنیکي آمریتونو له آمرینو سره په ګډه ترسره شوه. په دې ناسته کې د اکټیډ موسسې هغه پلاوي ګډون درلود، چې د کابل له مرکزي دفتر او ختیځ زون څخه کونړ ولایت ته راغلی و.
د ناستې اصلي موخه د خوړو خوندیتوب په برخه کې د مرستندویه پروګرامونو د اغېزمن تطبیق، د معلوماتو د راټولولو، د اړتیاوو د ارزونې او د دواړو لورو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا وه. په دې لړ کې د کونړ کرنې ریاست رهبري او مسلکي تخنیکي کارکوونکو د ولایت د کرنیزو سکتورونو اوسنی وضعیت، شته ستونزې او لومړنۍ اړتیاوې د اکټیډ موسسې له پلاوي سره شریکې کړې.
همدارنګه، د کرنې، مالدارۍ، ځنګل ساتنې، د اوبو مدیریت او اوبو لګولو په برخو کې موجودې اړتیاوې او لومړیتوبونه تشریح شول او د یادو سکتورونو د پیاوړتیا لپاره سالم، عملي او دوامدار وړاندیزونه وړاندې شول، څو د کرنیزو فعالیتونو اغېزمنتیا زیاته او د بزګرانو د ژوند شرایط ښه شي.
د اکټیډ) موسسې د کابل مرکزي دفتر او ختیځ زون استازو د کونړ کرنې ریاست ته ډاډ ورکړ، چې د شریک شوو اړتیاوو او وړاندیزونو بشپړ جزئیات به له اړوندو ډونرانو او همکارو ادارو سره شریک کړي، ترڅو د اړتیا پر بنسټ مؤثرې او دوامدارې مرستې تنظیم او عملي شي.
د ناستې په پای کې د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رهبري د اکټیډ موسسې د پلاوي له راتګ، همکارۍ او د کرنې او خوړو خوندیتوب په برخه کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو څخه مننه وکړه او د دواړو لورو ترمنځ یې د دوامدارو همکاریو پر ارزښت ټینګار وکړ.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۹
Background image

توزیع بزهای شیری همراه با خوراک در ولسوالی خانقاه ولایت جوزجان

۲۷ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان با همکاری موسسه اکتیـد، برای ۵۰ خانواده مستحق در ولسوالی خانقاه، بزهای شیری همراه با خوراک مورد نیاز توزیع کرد.
هر خانواده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

ایجاد ۳۰۰ باغ بادام و شفتالو در جریان کمپاین خزانی در ولایت کندز

۲۷ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
مسوولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندز اعلام کردند که در راستای تقویت تولیدات باغداری و بهبود وضعیت زندگی دهقانان، در جریان کمپاین خزانی، دفتر «داکار» با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۵
Background image

دیدار معین وزارت زراعت افغانستان با معین وزارت صنعت و تجارت قرغیزستان 

۲۷ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، با معین وزارت صنعت و تجارت کشور قرغیزستان در کابل دیدار و گفت‌وگو. . .

بازگشت به خبرها