د غزني د کرنې ریاست او د سرحدونو او قبایلو ریاست د اصلاح شویو تخمونو د عادلانه وېش په پار ګډه ناسته وکړه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۲۸
د غزني د کرنې ریاست او د سرحدونو او قبایلو ریاست د اصلاح شویو تخمونو د عادلانه وېش په پار ګډه ناسته وکړه

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییسس مولوي محمد اسماعیل شکیب او ددې ولایت د سرحدونو، اقوامو او قبایلو رییس جان محمد حاجي مومین ګډه ناسته وکړه، چې پکې د اصلاح شویو تخمونو د عادلانه وېش، قومي توازن، او د ملي یووالي د پیاوړتیا پر همغږۍ خبرې وشوې.
یاده ناسته د کرنیزو تخمونو د وېش بهیر ښه تنظیم، اقوامو ته د فرصتونو رامنځته کولو او د ملي یووالي د لا پیاوړتیا په موخه ترسره شوه. په دې لیدنه کې دواړو خواوو ټینګار وکړ چې اصلاح شوي تخمونه باید د شفافې او همغږې پروسې له لارې ټولو اړمنو سیمو او قومونو ته په مساوي ډول ورسېږي.
د غزني کرنې رییس مولوي محمد اسماعیل شکیب وویل، چې د تخمونو وېش به یوازې هغو بزګرانو ته کېږي، چې مستحق وي او دا بهیر به د قومي توازن د دقیقو معلوماتو او د سیمې د مشرانو په همکارۍ پر مخ وړل کېږي.
په پای کې ګډونوالو وویل، چې دا ډول همغږي نه یوازې د کرنې سکټور د پیاوړي کېدو لامل کېږي، بلکې د اقوامو تر منځ اعتماد، یووالی او ګډ کار ته هم نوی روح بښي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

پاکسازی ۱۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از ملخ‌ها در بادغیس

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس از پاکسازی یک‌هزار و ۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از وجود ملخ‌ها در این ولایت خبر داد.
مسئولان می‌گویند پرسونل مسلکی مدیریت عمومی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

ادویه‌پاشی برای کنترول آفات نباتی در شغنان بدخشان انجام شد

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از اجرای برنامه ادویه‌پاشی به‌منظور کنترول آفات نباتی در ولسوالی شغنان این ولایت خبر داد.
این برنامه از ۷ تا ۱۱ ثور در قریه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

توزیع تخم سبزیجات و کود کیمیاوی برای زنان زراعت‌پیشه در کاپیسا

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا برای  ۲۰۰ تن از زنان زراعت‌پیشه و سبزی‌کار در مرکز این ولایت، تخم سبزیجات و کود کیمیاوی توزیع کرد.
در این برنامه، برای ۲۰۰ تن. . .

بازگشت به خبرها