دهلمند د کرنې رییس او ورسره مل پلاوي د لبنیاتو د پروسس نوې رغول شوې فابریکې له چارو لیدنه وکړه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۵۲
دهلمند د کرنې رییس او ورسره مل پلاوي د لبنیاتو د پروسس نوې رغول شوې فابریکې له چارو لیدنه وکړه

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي نیازمحمد وهاج، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت‌الله هدایت او ورسره مل تخنیکي پلاوي په مرکز لښکرګاه کې له هغې نوې رغول شوې لبنیاتو د پروسس فابریکې له چارو لیدنه او ارزونه وکړه، چې د کرنې ریاست پر ملکیت جوړه شوې ده.
د دې فابریکې د رغونې چارې څو میاشتې وړاندې د کرنې ریاست په هڅو د خصوصي سکتور لخوا پیل شوې وې، چې اوس یې ټول کارونه په بشپړ ډول ۱۰۰ سلنه  سرته رسیدلي دي. یاده فابریکه په نوې او معیاري بڼه د شیدو د پروسس لپاره خپل ټول تخنیکي سیستمونه چمتو کړي دي.
په ورته وخت کې د هلمند دکرنې رییس د لیدنې پر مهال وویل، چې دا فابریکه په اصل کې د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال فعاله وه، خو وروسته له منځه تللې وه. لله الحمد د اسلامي امارت په وکمنۍ کې بیرته فعاله شوه نوموړي زیاته کړه، چې ددې فابریکې بیا رغونه نه یوازې د هلمند لپاره یوه بنسټیزه لاسته راوړنه ده، بلکې د هېواد د لبنیاتو په صنعت کې به هم مهم تحول رامنځته کړي.
یاده فابریکه د اتو ساعتونو په موده کې شاوخوا ۴۰ ټنه شیدو پروسس کولو وړتیا لري. له دې فابریکې به شیدې، مستې، شلومبې، پنیر، پېروی او انرژي‌دار لبنیات تولیدیږي، چې د هلمند ترڅنګ به نورو ولایتونو ته هم صادرېږي.
د کرنې ریاست مسؤلینو د فابریکې د لا ښه مدیریت، معیاري تولید او دوامدار فعالیت لپاره اړینې سپارښتنې هم وکړې او د خصوصي سکتور له پانګونې څخه یې مننه او هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۶:۱۲
Background image

سفر هییت وزارت زراعت به زون شرق به‌منظور بررسی مشکلات کارخانجات تولیدی و تحلیل مارکیت‌های زراعتی

 

۲ جدی ۱۴۰۴ هـ.ش
هییتی از وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به رهبری قاری محمد اکبر امینی، رییس انکشاف سکتور خصوصی، به‌منظور بررسی مشکلات و چالش‌های کارخانجات تولیدی زراعتی و مالداری و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲
Background image

توزیع تخم اصلاح‌شده گندم و کود کیمیاوی برای دهاقین در ولایت بادغیس

۲ جدی ۱۴۰۴  هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس در چارچوب کمپاین خزانی سال جاری ۱۴۰۴، مقدار ۹۸.۹ متریک تن تخم اصلاح‌شده بذری گندم و ۱۹۷.۰۵ متریک تن کود کیمیاوی دی‌ای‌پی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۳:۵۲
Background image

تست ۶۵۰ سمپل حیوانی در لابراتوار صحت حیوانی ریاست زراعت بادغیس

۲ جدی ۱۴۰۴  هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس اعلام کرد که در جریان ربع دوم و سوم سال جاری، لابراتوار صحت حیوانی این ریاست به‌منظور تشخیص و شناسایی امراض حیوانی، صدها سمپل. . .

بازگشت به خبرها