د هلمند مارجې ولسوالی کې د څه باندې څلور کیلومتره کانال د پاکولو چارې پیل شوې

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۳:۲۹
د هلمند مارجې ولسوالی کې د څه باندې څلور کیلومتره کانال د پاکولو چارې پیل شوې


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  په هلو ځلو، د سیمې د اوسیدونکو د اړتیا او غوښتنې په اساس، ددې ریاست اړوند قدرتي سرچینو آمریت له لوري، د مارجې ولسوالی د کاریز سعید کلي د کانال د پاکولو چارې رسمآ پیل شوې. 
د پرانیستې دغه مراسم د مارجې ولسوالی د استازو، د کرنې ریاست د مسوولینو، د کرنې وزارت د استازي، د سیمې د ملکانو او قومي مشرانو په پراخه ګډون ترسره شول، او عملي کار یې په ساحه کې په رسمي توګه پیل شو.
دغه کانال چې ۴.۱۴۸ متره اوږدوالی لري، د اوبو د ښه جریان او د منځګړو کرنیزو ځمکو د ساتنې لپاره خورا حیاتي ارزښت لري.
د یاد کانال پورتنۍ عرض ۱۵ متره او لاندنی بستر یې ۸ متره ده، چې په پاکولو سره به یې د سیمې کرنیزو ځمکو ته د پام وړ ګټه ورسېږي.
ددې پروژې ټولیز لګښت دوه میلیونه او ۹۶۰ زره افغانۍ ده، چې دکرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه تمویلېږي.
د دې بودیجې له لارې به نه یوازې د کانال بشپړه پاکول تر سره شي، بلکې د سیمې د زرګونو بزګرانو د اوبو ستونزې به هم په واضح ډول راکمې شي او د کرنیزو حاصلاتو د لوړوالي لپاره به زمینه نوره هم برابره شي.
سیمه ییزو مشرانو د پروژې د پیل هرکلی وکړ او دا یې د مارجې د کرنیز پرمختګ لپاره یو مهم ګام وباله.
په ورته وخت کې د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کانال له پاکېدو سره به کروندګر د اوبو له ډنډېدو، خړوبېدو له ګډوډۍ، او د ځمکو د تیزابي کېدو له خطره خلاص شي.
د هلمند د کرنې ریاست مسوولینو ټینګار وکړ چې دا ډول پروژې د سیمې د کرنیز امنیت او اقتصادي ثبات لپاره حیاتي ارزښت لري او د وزارت له تګلارې سره سم، د خلکو اړتیاوې په لومړیتوب کې دي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ریاست مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پیرامون  چگونگی  مصرف بودجه انکشافی سال قبل و بررسی چگونگی تطبیق. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۲۹
Background image

سنگ تهداب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل پروان گذاشته شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
سنگ تهداب یک باب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل ولایت پروان طی مراسمی با حضور مسئولان محلی و مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت گذاشته شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۲۹
Background image

سنگ تهداب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل پروان گذاشته شد

۲۷ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
سنگ تهداب یک باب مرکز عمومی جمع‌آوری شیر در ولسوالی سیدخیل ولایت پروان طی مراسمی با حضور مسئولان محلی و مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت گذاشته شد.
این. . .

بازگشت به خبرها