پکتیکا کې د تراکتورونو د تم ځای د پراختیایي پروژې چارې بشپړې شوې
۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دې ریاست د میکانیزې مدیریت اړوند د تراکتورونو د تم ځای د پراختیایي پروژې تخنیکي کارونه بشپړ شوي دي.
یاده پروژه د ریاست د انګړ په داخل کې تطبیق شوې، چې موخه یې د تراکتورونو او نورو میخانیکي وسایطو ساتنه له باد، باران او واورې څخه ده. د پروژې له بشپړېدو سره به د ریاست وسایط د موسمي زیانونو څخه خوندي پاتې شي او د فعالیتونو دوام به یقیني شي.
دپکتیکا د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې دا پروژه به په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
